د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د عمران خان خلاف د توشه خانې مقدمه خارجه کړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د اسلام اباد سترې محکمې (های کورټ) د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیر اعظم عمران پر ضد د توشه خانې دوسیه خارجه کړې ده.

د عمران خان پر ضد د توشه خانه کېس فيصله د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس عامر فاروق نن (د جولای په څلورمه نېټه) واوروله او ویې ویل چې یاده مقدمه په اورېدو نه ارزي.

تر دې وړاندې اسلام اباد های کورټ ته د تحریک انصاف مشر په خپل درخواست کې ویلي وو چې دا دوسیه د اوریدو وړ نه ده. های کورټ دغه خواست ومانه او مقدمه یې خارجه کړه.

عمران خان وايي، پوځ د تحریک انصاف ختمولو پسې راخیستې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

له دې وړاندې سيشن عدالت د توشه خانې مقدمه د اوریدو وړ ګرځولې وه او په عمران خان یي فرد جرم هم لګولی وو. د ضلعي عدالت د پرېکړې پر ضد عمران خان په های کورټ کې درخواست جمع کړی وو چې پکې یې غوښتنه کړې وه چې دا کېس دې د نه اورېدو وړ یا ناقابل سماعت اعلان کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چي تېره ورځ عمران خان د توشه خانه په کېس کي د اسلام اباد های کورټ په چيف جسټس عامر فاروق باندې د بې باورۍ څرګندونه هم کړې وه او د کېس پر ضد درخواستونه یې بل بېنچ ته د اړولو درخواست هم کړی وو.

د عمران خان په خواست کې ضلعي الیکشن کمېشن فریق جوړ کړی شوی وو او د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس نه غوښتنه شوې وه چې د نوموړي د اپیلونو له اورېدو دې ډډه وکړي.


ياده دې وي چي په همدې مقدمه کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی شوی وو چي وروسته پوليسو د ده د نیولو لپاره په لاهور کې د ده د کور «زمان پارک» نه بهر عملیات هم کړي وو. په یادو عملیاتو کې د پوليسو او تحریک انصاف د غړو ترمينځ نخښتې هم شوې وې.

د حقوقي چارو کارپوهان د محکمې اوسنۍ پرېکړه د عمران خان لپاره لوی راحت بولي.

د توشه خانې قضیه

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان حکومت وار له مخې پر عمران خان، بشرا بي بي او د تحریک انصاف پر ځینو مشرانو سفري بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې دا کار یې ځکه کړی چې هغه کسانو بېلابېلې قضیې دایرې دي.

خان د ځان او پلویانو پرضد مقدمې سیاسي بولي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG