د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د عمران خان مېرمن ته د توشه خانې قضیه کې حفاظتي ضمانت ورکړی  


د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د ضمانت اخیستو لپاره عدالت ته وړاندې شوه ـ پخوانی انځور.
د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د ضمانت اخیستو لپاره عدالت ته وړاندې شوه ـ پخوانی انځور.

لاهور های کورټ د پخواني وزیراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د جون تر ۲۱مې حفاظتي ضمانت ورکړی دی.

بشرا بي بي دجون پر ۱۴مه تر ګرفتارۍ وړاندې د ضمانت ترلاسه کولو لپاره لاهور های کورټ ته وړاندې شوه، له هغې سره د تحریک انصاف مشر عمران خان هم وو.

د مقدمې اورېدنه جسټس محمد امجد رفیق وکړه. د بشرا بي بي وکیل د حفاظتي ضمانت په درخواست کې وویل، د اسلام اباد کوهسار تاڼې د توشه خانې د یو ګاډي د خرڅولو لپاره د جعلي رسید د جوړولو په تور د بشرا بي بي پر ضد مقدمه درج کړې ده.

بشرا بي بي په درخواست کې اندېښنه ښوولې ده چې ښايي په هغه مقدمه ګرفتاره شي، نو ځکه یې له عدالته ضمانت وغوښت چې عدالت ورکړ.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران د بهرنیو سفرونو پر مهال ورکړې ډالۍ ساتي. پر عمران خان تور دی چې هغه له بهرنيو هېوادونو تر لاسه کړې ډالۍ خرڅې کړې دي خو د خپلو شتمنیو په تفصیل کې یې ذکر نه دی کړی.

د پاکستان حکومت وار له مخې پر عمران خان، بشرا بي بي او د تحریک انصاف پر ځینو مشرانو سفري بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې دا کار یې ځکه کړی چې هغه کسانو بېلابېلې قضیې دایرې دي.

خان د ځان او پلویانو پرضد مقدمې سیاسي بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG