د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ناقانونه پیسو او له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره نوې اداره جوړوي


د پاکستان د پارلېمان وداني ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان د پارلېمان وداني ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان سېنېټ د ناقانونه پیسو او له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره د نوې ادارې جوړولو بل منظور کړی دی.

دا بل يا قانوني مسوده نن د بهرنیو چارو رياستي وزيرې حنا رباني کر د سېنېټ غونډې ته وړاندې کړه. د غونډې پرمهال په ناستو سېنېټرانو کې ۲۸ د بل په حق کې او نهو یې په مخالفت کې رایه ورکړه. څلورو سېنېټرانو خپله رايه ونه کاروله.

په مسوده کې راغلي چې دا نوې اداره به یو مشر ولري او ورسره به د خزانې، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو وفاقي سېکرټریان، د څلورو واړه صوبو چیف سېکرټریان او د یو شمېر نورو وفاقي ادارو لوړپوړي چارواکي به هم د دې ادارې برخه وي.

مېرمن کر غونډې ته په وینا کې وویل چې دا اداره به د ناقانونه پیسو د انتقال او له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي په لړ کې هغه ټولې هڅې یو ځای راغونډوي چې د وفاقي حکومتي ادارو او صوبايي حکومتونو له خوا تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د ناقانونه پیسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه پاکستان له خپل خړ ليسټ يا نوملړ څخه ليرې کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG