د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف: پاکستان د خپل کاري پلان یوشمېر برخې سمې نه دي عملي کړي


په پاريس کې د اېف اې ټي اېف يوه غونډه - عکس له ارشېفه
په پاريس کې د اېف اې ټي اېف يوه غونډه - عکس له ارشېفه

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل ایکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د تمویل او د ناقانونه پیسو سپینولو او لېږد د مخنیوي لپاره له ۱۱ نړیوالو اهدافو څخه په ۱۰ کې د "ټیټې کچې" کارکردګي ښوولې ده.

د اېف اې ټي اېف او د اسيا ارام بحر (پيسېفېک) سیمې لپاره د هغې ادارې د سيمه ييز دفتر د چارواکو يو پلاوی د روان ۲۰۲۲ز د اګست له ۲۹مې څخه د سېپټېمبر تر دويمې پورې په پاکستان کې وو.

د سفر موخه د هغه يوه ۳۴ نکاتي پلان د چارو جاج اخيستل ول چې پاکستان يې د ۲۰۱۸ز په جون مياشت کې د بشپړ عملي کولو ژمنه کړې وه. اسلام اباد سږ کال په جون کې هم ټینګار کړی وو چې د پلان سم عملي کولو ته ژمن دی.

د اسیا پيسېفېک لپاره د اېف اې ټي اېف دفتر د سېپټېمبر پر دویمه ويلي ول چې پاکستان تر ډېره پر پلان کار کړی خو د ترهګرۍ د تمویل او د ناقانونه پیسو د سپينولو چارو د مخنيوي لپاره يې کارکردګي د تسلۍ وړ نه ده.

له پاکستانه د اېف اې ټي اېف دوه غټې غوښتنې وې. یوه دا چې پاکستان بايد د خپل صلاحیت په پياوړي کولو د ناقانونه پیسو د لېږد رالېږد مخه ونيسي. دویمه دا چې پاکستان بايد د پلټنو او څار نظام ښه کړي، د ذمه وارو کسانو احتساب او د هغوی پر ضد قانوني کارروایي وکړي.
اکرام هوتي

اېف اې ټي اېف، چې مرکزي دفتر يې په پاريس کې دی، د ۲۰۱۸ز په جون کې پاکستان خړ لېسټ ته اچولی وو او له اسلام اباده یې غوښتنه کړې وه چې ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو سپینولو د مخنیوي په لړ کې جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو رياستي وزيرې حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز د جون پر ۱۸مه ویلي ول چې حکومت خپل کاري پلان په بشپړه توګه عملي کړی او ژر ده چې د اېف اې ټي اېف له خړ لېسټه ووځي.

دا چې د اېف اې ټي اېف نوی بيان به د پاکستان لپاره له خړ لېسټه د وتلو چارې څومره ګرانې کړي؟ په ځواب کې یې په اسلام اباد کې خبريال او د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې د پاکستان او د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې ترمینځ اوس هم پر ځينو معاملو بحث او همکارۍ ته اړتيا ده.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، "له پاکستانه د اېف اې ټي اېف دوه غټې غوښتنې وې. یوه دا چې پاکستان بايد د خپل صلاحیت په پياوړي کولو د ناقانونه پیسو د لېږد رالېږد مخه ونيسي. دویمه دا چې پاکستان بايد د پلټنو او څار نظام ښه کړي، د ذمه وارو کسانو احتساب او د هغوی پر ضد قانوني کارروایي وکړي. پاکستان ته ښايي دا ضرورت هم پېښ شي چې د کاري پلان عملي کولو لپاره نوی مېکانېزم جوړ او په هغه اړه له اېف اې ټي اېف سره نوې لوظنامه وکړي. اوس دوه لارې دي. یا خو به اېف اې ټي اېف پاکستان د څه مودې لپاره په خړ لېسټ کې وساتي او یا به يې هم، ورسره د يوې پټې لوظنامې په کولو، سپین لېسټ ته واچوي."

د اقتصادي او سیمه يیزو چارو پوهان وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لېسټ کې د پاکستان له شاملېدو سره نه يوازې د هغه هېواد اقتصاد زيانمن شوی بلکې د نړیوالو مالیاتي ادارو باور يې هم له لاسه ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا د سیمه يیزې همکارۍ د څېړنیز مرکز يو څېړونکی ډاکټر غلام صمد وايي، که پاکستان تر اوږدې مودې په خړ لېسټ کې پاتې شو نو وېره شته چې د نړیوالو بندیزونو ښکار شي. "د اېف اې ټي اېف پلاوي د پاکستان تر سفر وروسته ويلي چې اسلام اباد ځينې پرمختګونه کړي خو تر اوسه یې هغو خلکو ته سزاګانې نه دي ورکړي چې د ناقانونه پیسو د سپينولو او له ترهګرو سره د مالي مرستو تورونه پرې لګېدلي دي."

د اسيا پيسېفېک لپاره د اېف اې ټي اېف دفتر ويلي، پاکستان به د تورو پیسو د مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد په چارو کې تر واقعي پرمختګ کولو پورې تر کلک څار لاندې وساتي.

ټاکل شوې د اېف اې ټي اېف عمومي غونډه د اکتوبر مياشت له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې په پاريس کې وشي.

XS
SM
MD
LG