د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک مشر د مهسا امیني تلین پر مهال د لاریونونو مخنیوي غږ کړی دی


د مهسا امیني مړینې په ایران او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې پراخې مظاهرې پارولې وې - پخوانی انځور.
د مهسا امیني مړینې په ایران او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې پراخې مظاهرې پارولې وې - پخوانی انځور.

داسې ښکاري چې د ايران انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران انقلاب) د وژل شوې مهسا اميني د لومړي تلين پر موقع د ممکنه نارامۍ د مخنيوي تیاری نیسي.

مهسا اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د انقلاب ساتونکي ځواک قومندان حسين سلامي د اګست پر لومړۍ نېټه د بسيج په نوم د نيمه پوځي ځواک د چارواکو یوې غونډې ته په وینا کې د اميني تر مړینې وروسته شويو مظاهرو ته په اشاره وويل چې هېواد يې له "ډېر زورور، خطرناک، جدي او پراخ جدوجهد سره مخامخ" دی او ښايي په راتلونکو اوونيو کې لا زور واخلي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني تر تلين وړاندې د لاريونونو د نوې څپې د مخنيوي د تدابيرو غږ وکړ البته په دې اړه يې نور تفصيل ور نه کړ.

حسيني ومنله چې انقلاب ساتونکی ځواک او بسيج د مهسا اميني تر مړينې وروسته د پیل شویو مظاهرو مخه نيولې وه.

د ايران پر امنيتي ځواکونو په سختۍ د مظاهرو د ځپلو له وجې شديد تنقيد شوی وو چې پکې ويل کېږي تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ډېر نور زخميان شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG