د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۲ کال کې په ايران کې ۵۷۶ کسان اعدام شوي دي


د ايران په پلازمېنه تهران کې يو عدالت - انځور له ارشيفه
د ايران په پلازمېنه تهران کې يو عدالت - انځور له ارشيفه

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) ویلي په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د اعدام سزا تر ریکارډ کچې لوړه شوې ده او تر ټولو زیاتې د مرګ سزاګانې په ایران کې ورکړل شوې دي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اعدام د سزاوو په اړه ایمنسټي انټرنېشنل خپل کلنی راپور د مې پر ۱۶مه خپور کړی دی. په راپور کې راغلي چې تېر کال په ۲۰ هېوادونو کې ۸۸۳ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده چې پکې په ایران کې ۵۷۶ کسان اعدام شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د ۲۰۲۲ز کال له مني راهیسې له ناکراریو سره مخامخ دی. په هغه هېواد کې تېر کال د سېپټېمبر په نیمايي کې د پوليسو په بند کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې. حکومت له دغو مظاهرینو په زرګونو کسان ونيول.

په ايران کې هر کال په لسګونو کسانو ته د مرګ سزاوې اورل کيږي. په ۲۰۲۱زکال کې په دې هېواد کې ۳۱۴ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې وه.

د ایمنسټي انټرنېشنل ترمخه، تېر کال له ایران وروسته په سعودي عرب کې تر ټولو زیات ۱۹۶ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې ده. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۱زکا کې ۶۵ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې وه. بلخوا تېر کال په مصر کې ۲۴ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG