د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د حجاب عملي کولو لپاره د ګشت ارشاد پولیس بیا فعالوي


حکومت د مهسا امیني تر مړیني وروسته ګشت ارشاد پولیسو فعالیت ځنډولی وو ـ پخوانی انځور.
حکومت د مهسا امیني تر مړیني وروسته ګشت ارشاد پولیسو فعالیت ځنډولی وو ـ پخوانی انځور.

راپورونه وايي چې ایران پر ښځو د حجاب قوانینو د عملي کولو لپاره ګشت ارشاد په نوم پولیس بیا فعالوي.

د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظر المهدي د جولای پر ۱۶مه وویل چې پولیس به د هغو کسانو خلاف کاروايي کوي چې په عامه ځایونو کې "غیر عادي جامې" اغوندي او د "ټولنیزو اصولو سرغړونه" کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ټولنیزو رسنیو د ایران په یوشمیر ښارونو کې د پولیسو د ګاډو ګزمو په اړه ناتایید شوي راپورونه دي.

په ایران کې د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې او د هغې په نتیجه کې د یوشمېر میاشتو تر ناارامۍ وروسته حکومت د ګشت ارشاد پولیسو فعالیت ځنډولی وو.

مهسا امیني د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیول شوې وه او وروسته د پولیسو په بند کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د امیني تر مړینې وروسته په احتجاجونو کې لږترلږه ۵۰۰ کسان وژل شوي ول او په لسګونه زره نیول شوي ول.

د مې پر ۱۷مه د ایران عدلیې اعلان وکړ چې ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي شاوخوا ۹۰،۰۰۰ احتجاج کوونکي بښلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG