د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وایی روسیو ځواکونو یې یو ځل بیا ملکي ځایونه په نښه کړي


د جولای پر ۲۰مه د اوکراین په اوډیسا کې ژغورنکې ډلې تر بمبارۍ وروسته د ویجاړې شوې ودانۍ په ځای کې کار کوي.
د جولای پر ۲۰مه د اوکراین په اوډیسا کې ژغورنکې ډلې تر بمبارۍ وروسته د ویجاړې شوې ودانۍ په ځای کې کار کوي.

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیو ځواکونو د هغه هېواد په جنوب کې په پرله پسې درېیم ځل هوايي بمباري کړې.

د چارواکو په خبره د جولای ۲۰مې په حملو کې بندري تاسیسات، د غلو ګودامونه او ملکي بېخبنا یا انفراسټرکچر په نښه شوي دي.

تازه حملې پر داسې مهال شوې دي چې روسیې بهرنیو هېوادونو ته د اوکراینۍ غلې د لېږد اجازې ورکولو هغې موافقې له غځولو انکار وکړ چې د ملګرو ملتونو په مینځګړتوب شوې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې په تور سمندرګي کې اوکراین ته تلونکې سامان وړونکې بېړۍ به ممکنه پوځي اهداف وګڼي.

سیمه ییز والي وېتالي کېم ویلي دي چې د مېکولایېف ښار په مرکز کې پر یو درې پوړیزه رهایشي ودانۍ په برید کې د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۸ تنه ژوبل شوي دي.

د اودېسا سیمې والي اولېګ کېپر ویلي دي چې هلته د غلو او تېلو پر ټرمینلونو په بمباریو کې لږترلږه دوه ولسي وګړي وژل شوي او د ښار مرکزي برخې ته یې زیان اړولی دی.

د اوکراین فضايي دفاع اداره وايي چې روسیې د حملې پر مهال ۱۹ کروز توغندي او ۱۹ پر هدف غورځېدونکې بې پیلوټه الوتکې وکارولې چې ورڅخه یې شاوخوا نیمايي دفاعي نظام په هوا کې وویشتل.

د روسیې د دفاع وزارت دعوه کړې ده چې په اودېسا او مېکولایېف کې یې پر هغو ځایونو ځوابي بریدونه کړي دي چې پکې اوکراین هغه ډول سمندري بې پیلوټه الوتکې جوړولې چې د مسکو په وینا، په وروستیو کې یې له روسیې سره د تړلې کرېمیا سیمې د یو پله د زیانمنولو لپاره کارولې وه.

خو اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، په روسیو بریدونو کې د اودېسا سیمې هغه برخې ((قصداً)) په نښه شوې دي چې د غلې برامد لپاره کارېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG