د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتين د کرايميا د نړېدلي پل امنيت ساتنې دنده خپلې امنيتي ادارې ته سپارلې


د کرايميا پر کېرچ پل تر چاودنې وروسته اور لګېدلی - عکس د ۲۰۲۲ز د اکتوبر اتمې دی
د کرايميا پر کېرچ پل تر چاودنې وروسته اور لګېدلی - عکس د ۲۰۲۲ز د اکتوبر اتمې دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين د خپل هیواد مرکزي امنیتي ادارې ته امر کړی چې د روسیې او کرایمیا ترمینځ د مهم پل امنیتي چارې سمبال کړي.

نوموړي دې ادارې ته د روسیې او کرایمیا ترمینځ د انرژۍ زېربنا د څارنې دنده هم سپارلې.

دا تر هغې وروسته ده چې د کرایمیا پر کېرچ نومې پل د اکتوبر پر اتمه ظاهراً د یوه ټرک په وسیله چاودنه شوې چې له کبله یې د دې پل يوه برخه نړېدلې.

دا پل له روسیې څخه کرایمیا ته د سامان وړلو لپاره مهم دی. تر اوسه څرګنده نه ده چې د کرایمیا پر دې پل چاودنه چا کړې ده.

روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراین کرایمیا سیمه په ناقانونه توګه له ځان سره شامله کړې وه.

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په مياشت کې پر اوکراين یرغل کړی او ګڼې سیمې یې نيولې دي. په دې وروستيوو کې اوکرايني سرتيرو د خپل هېواد په ختيځ کې ځينې سيمې بیرته له روسانو ونيولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG