د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونو غواړي چې روسیه د تور سمندر له لارې د اوکراینیو غنمو د لېږد اجازې تړون وغځوي


اوکراین له دې موافقې سره سم په تور سمندرګي کې له خپلو یوشمېر بندرونو د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې برامدولو اجازه لري.
اوکراین له دې موافقې سره سم په تور سمندرګي کې له خپلو یوشمېر بندرونو د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې برامدولو اجازه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د تورې بحیرې د بندرونو له لارې د اوکراینیو غنمو د لېږد د اجازې لپاره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ځواب ته منتظر دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۸مه نېټه د پخوانۍ موافقې وخت پای ته رسېدونکی دی. دا موده د مې پر ۱۸مه ختمېده خو د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب دا تړون تر دوو میاشتو غځول شوی وو.

اوکراین له دې موافقې سره سم په تور سمندرګي کې له خپلو یوشمېر بندرونو د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې برامدولو اجازه لري.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجارېک د جولای پر ۱۴مه خبریالانو ته وویل، ګوتېرېش د خپل هغه لیک ځواب ته انتظار باسي چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ته یې په روانه اوونۍ کې لیکلی چې ورکې یې نوموړي ته یو وړاندیز هم کړی دی.

د دوجارېک په وینا، د روسیې له مشرتابه سره د سېګنل او وټس اپ په ګډون په ګڼو لارو تماسونه نیول شوي او پیغامونه تبادله شوي دي.

د نوموړي په وینا، دوی دا ګام ځکه پورته کړی چې مسکو بیا ګواښونه کړي چې غوښتنې یې نه دي پوره شوي نو له دې تړونه ووځي.

سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرېش د جولای پر ۱۱مه ولسمشر پوتین ته په استولي لیک کې هغه ته وړاندیز کړی چې د تورې بحیرې تړون دې وغځوي، په بدل کې به یې د روسیې د کرهڼې بانک ( روزل خوز بانک) د نړیوال سویفټ سیسټم سره وتړل شي.

د تاس خبري اژانس له مخې پوتین ویلي، هغه لیک نه دی لیدلی خو روسیه د ملګرو ملتونو سره په تماس کې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG