د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس: اسلام اباد کې شوکمارو یو چینايي وګړی ژوبل کړی دی


د اسلام اباد پولیس د ښار پر یو سړک د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
د اسلام اباد پولیس د ښار پر یو سړک د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې یو چینايي وګړی د شوکمارو په ډزو کې ژوبل شوی دی.

د اسلام اباد پولیسو په بیان کې ویلي دي چې پېښه د جولای پر ۲۰مه د صنعتي یا انډسټرییل سیمې تاڼې په حدودو کې شوې ده.

بیان وايي، چینايي وګړی يي جنفو له بینکه پیسې وایستې او بیا په خپل ګاډي کې روان وو چې پر صاحبزاده سړک یې شوکمارو د لوټلو هڅه وکړه خو هغه مزاحمت وکړ او هغوی وویشت او وتښتېدل.

پولیس وايي، شوکمار له يي جنفو څخه د پیسو په لوټلو نه دي توانېدلي خو هغه یو ډز په پښه او یو مرمۍ په نس (خېټه) کې لګېدلی او د درملنې لپاره د شفا روغتون ته لېږدول شوی.

د روغتون چارواکي وايي چې د چینايي وګړي روغتیايي حالت له خطره بهر دی.

یوې سرچینې مشال راډیو ته ویلي دي چې يي جنفو په اسلام اباد کې د چین په سفارت کې کار کوي خو پولیس وايي، په دې اړه پلټنې کوي او د چین سفارت یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG