د لاسرسي ځای

تازه خبر

سردار محمد نعیم د خپلې ګرفتارۍ خبر رد کړ


سردار محمد نادر نعیم د پخوانی باچا ظاهر شا لمسی دی ـ پخوانی انځور.
سردار محمد نادر نعیم د پخوانی باچا ظاهر شا لمسی دی ـ پخوانی انځور.

د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمسي سردار محمد نادر نعیم مشال راډیو ته په استولي پیغام کې د خپلې ګرفتارۍ خبر رد کړی دی.

هغه په پیغام کې ویلي، دمګړی کابل کې دی او په خپل کور کې ورځ په ارامۍ سره تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې راپورونو ویلي ول چې طالبانو نوموړی نیولی دی.

نعیم د مور له خوا د افغانستان د پخواني پاچا ظاهر شاه او د پلار له خوا د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار داوود خان د ورور سردار نعیم لسمی دی.

یوشمېر افغان رسنیو او د افغانستان لپاره د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ (سیفما) مشر ضیا بومیا د نعیم د ګرفتارۍ خبر ورکړی وو او ویلي یې ول چې د طالبانو استخباراتو د جولای پر ۱۳مه له کابله نیولی دی.

خو طالبانو یې د نیولو په اړه رسماً څه نه ول ویلي.

نادر نعیم په وروستیو میاشتو کې د ګلزاد په نوم د یوه خیریه بنسټ له لارې په افغانستان کې په بېوزلو او ناورین ځپلو خلکو کې مرستې وېشلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG