د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري غورځنګ د سپريم کورټ د "رويې" پرضد احتجاجي پرلت اعلان کړی


مولانا فضل الرحمان وايي، د مې له ۱۵مې په اسلام اباد کې د سترې محکمې مخې ته احتجاج کوي ـ پخوانی انځور
مولانا فضل الرحمان وايي، د مې له ۱۵مې په اسلام اباد کې د سترې محکمې مخې ته احتجاج کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د سپريم کورټ د هغې پریکړې ضد احتجاج اعلان کړی چې ترمخه یې عمران خان خوشی شوی دی.

مولانا فضل الرحمان د مې پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته په وینا کې تور ولګاوه چې ستر عدالت د ۶۰ اربه روپو غلا کوونکي ته تحفظ ورکوي. هغه د تحريک انصاف نوم وانخیست خو ویې ويل چې په ټول هېواد کې غونډه ګردي او ترهه ګري روانه ده، د پوځي مشرانو پر کورونو حملې کيږي خو عدالت ورته تحفظ ورکوي.

مولانا فضل الرحمان زياته کړه، پي ډي اېم پريکړه کړې چې د سپريم کورټ د دغې رويې خلاف د مې په ۱۵ مه احتجاج وکړي.

''د پي ډي اېم د مشر په توګه اعلان کوم چې ټول قام دې د ګل پر ورځ اسلام اباد ته راشي، د سپریم کورټ مخې ته پرلت وهو. دوی ته به وایو چې ستره محکمه د قانون مور ده، خواښې نه ده. دا له اسمانه نه دی راکوز شوی، مشر قاضي هم زمونږ په شان له غوښې جوړ انسان دی''

مولانا فضل رحمان وړاندې وویل، د مې له نهمې نېټې وروسته چې په ملک کې کومې پېښې وشوې، د هغې په رڼا کې د عمران خان خلاف کارروایۍ نه کولو نه دې خلک اندازه ولګوي چې د پاکستان عدلیه چېرته ولاړه ده او څنګه د ایین او قانون نه ماورا برېکړې کوي؟ نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې ایا نواز شریف ته چې درې وارې د ملک وزیراعظم پاتې شوي، عدلیې دا رعایت ورکړی وو. نوموړي وویل، عدالت نواز شریف ته دومره اجازه نه ورکوله چې خپلې ناجوړه مېرمنې ته د پوښتنې لپاره ټیلیفون وکړي.

مولانا دا هم وویل چې هغوی هم وخت په وخت په اسلام اباد کې لویې جلسې او پرلتونه کړي دي خو سرکاري او ولسي املاکو ته یې تاوان نه وو رسولی.

د پاکستان عدليې تازه د مولانا فضل الرحمان د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو په تيرو وختونو کې يې وېلي چې پريکړې يې بې طرفه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۱مه سپریم کورټ په القادر ټرسټ قضیه کې د خان د ګرفتارۍ طریقه ناقانونه وبلله او د هغه د خوشې کولو د امر تر څنګ یې ورته سپارښتنه وکړه چې د مې پر ۱۲مه دې اسلام اباد های کورټ ته حاضر شي.

د مې پر نهمه د پاکستان د رېنجرز ځواک ګڼو سرتېرو عمران خان د احتساب د ملي ادارې (نیب) په وینا​ د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د تحقیقاتو لپاره ګرفتار کړی وو.

د خان ګرفتارۍ په هېواد کې پراخې مظاهرې وپارولې چې پکې لږ تر لږه لس کسان ووژل شول او لسګونه نور پکې ژوبل شول. د دې ترڅنګ پکې ګاډي او ودانۍ هم وسوزول شوې.

عمران خان چې پر ځان لګيدلي د درغلۍ تورونه ردوي، هغه د مې پر ۱۱مه وویل د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي.

XS
SM
MD
LG