د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د مسلم لیګ او پیپلز ګوند د مشرانو پر ملاقاتونو ناخوښي ښوولې


مولانا فضل الرحمان په۲۰۲۰ز کال د پی ډي اېم تر جوړیدو وروسته د هغې ایتلاف مشر دی ـ پخوانی انځور.
مولانا فضل الرحمان په۲۰۲۰ز کال د پی ډي اېم تر جوړیدو وروسته د هغې ایتلاف مشر دی ـ پخوانی انځور.

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د خپل اتحادي ګوندونو مسلم لیګ (نواز) او پیپلز ګوند د مشرتابه ترمینځ پر لیدنو ناخوښي څرګنده کړې ده.

مولانا فضل الرحمان د جولايي پر نهمه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان مسلم لیګ نواز د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) برخه دی، خو پیپلز ګوند نه ده.

د ده په وینا، مسلم لیګ نواز چې له پیپلز پارټۍ سره خبرې کولې نو ولې یې د پي ډي اېم مشران په اعتماد کې نه دې اخیستي.

مولانا فضل الرحمان په دې اړه د شک څرګندونه کړې چې ګواکې په دوبۍ کې د مسلم لیګ مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري ترمنځ لیده کاته ناڅاپي وو.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند مشرانو د جون پر ۲۷مه په دوبۍ کې لیده کاته کړي وو. د پاکستان يوشمېر رسنيو ويلي ول چې دوی د راتلونکو عامو انتخاباتو پر مهالوېش او د مرکز په ګډون په صوبو کې د نګران حکومتونو پر کړو وړو غږېدلي وو. خو دواړو ګوندونو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دې ويلي، البته ځینو مشرانو يې پر ټېلېوېژني مرکو کې د دغو خبرو او اېجنډا پخلی کړی دی.

د پاکستان جمهوري غورځنګ په ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې جوړ شو. مولانا فضل الرحمان د هغه ایتلاف مشر دی. دا د هغه وخت د مختلفو اپوزیشن ګوندونو ایتلاف دی چې د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان او د ننګولو په هدف سره راټول شوي ول. پیپلز پارټۍ وروسته له ایتلافه ووته.

پي ډي اېم د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او د شهباز شریف په مشرۍ کې یې په پاکستان کې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل الرحمان وروستی بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په پاکستان کې سږ کال د قامي اسمبلۍ پينځه کلنه موده پای ته رسېږي او د قانون ترمخه د اکتوبر په میاشت کې په پاکستان کې عام انتخابات کېدونکي دي.

تراوسه دا مالومه نه ده چې په انتخاباتو کې په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه په انتخابي ایتلاف کې پاتې کېږي او که ځان ځان له به په انتخاباتو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG