د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر زخه خېلو ملایانو په ودونو کې د موسیقۍ پر بنډارونو بندیز اعلان کړی


په پاکستان کې په ودونو او د ښادیو په ځینو محفلونو کې نرښځیان نڅاوې کوي. پخوانی انځور.
په پاکستان کې په ودونو او د ښادیو په ځینو محفلونو کې نرښځیان نڅاوې کوي. پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې لنډي کوتل په زخه خېلو کې دیني عالمانو او کونسلرانو تر جرګې وروسته په ودونو کې د موسیقۍ پر محفلونو بندیز اعلان کړی دی.

د جولای پر اوومه په ترسره شوې جرګه کې پریکړه شوې چې که څوک په خپلو ودونو کې د موسیقۍ او نڅا محفلونه جوړوي، يا پکې نرښځیان بلي او یا هم هوایي ډزې کوي نو دیني عالمان به یې نکاح نه تړي او که د دغو کورنو کوم غړی وفات شي نو ملایان به یې د جنازې او فاتحې په مراسمو کې هم ګډون نه کوي.

د جرګې ګډنوالو د اعلامیې له لارې پر ولس غږ کړی چې هغوی دې هم په داسې ودونو کې ګډون نه کوي چې موسیقي او نڅا پکې وي. ولس ته دا هم ویل شوي چې له داسې کورنیو سره دې اړیکې نه ساتي چې په خپلو ودونو او ښادیو کې د موسیقۍ او نڅا مفلونه جوړوي.

په هغه غونډه کې شاوخوا ۳۰ ځایي دیني عالمانو او کونسلرانو ګډون وکړ.

اوبه نه لرو، ښځې یې له لرې ګودرونو او چینو په سرونو راوړيد هغې خلاف ولې ملایان څه نه وايي؟
شاه رحمان شینواری

په خیبر کې د امنیت له ښه کېدو سره سم هلته په ودونو، د خوشالۍ په محفلونو او په حجرو کې یو ځل بیا د موسیقۍ پروګرامونه پیل شوي او له پيښوره ورته نرښځیان هم وروستل کېږي چې د واده ښادۍ په مهال ګډا کوي.

د دیني عالمانو او کونسلرانو غونډې او اعلامیې چې پکې پر موسیقۍ او نڅا د بندیز خبره شوې غبرګونه هم راپارولې دي. د لنډي کوتل یو سیاسي فعال شاه رحمان شینواري مشال راډیو ته وویل، هغوی په خپله هم د یو شمېر ناوړو کارونو خلاف دي خو پر موسیقۍ بندېز په هېڅ صورت کې منلی نه شي. نوموړی وايي: "دا زموږ کلتور دی چې په خپلو ښادیو کې خوشالي لمانځو، موسیقي اورو او اټنونه کوو. دلته نورې ستونزې هم شته کنه، بې روزګاري ده، د تعلیم کچه مخ په ځوړې روانه ده، اوبه نه لرو، ښځې له لرې ګودرونو او چینو په سرونو اوبه راوړي، د هغو ستونزو د هواري څه بند بنا پکار ده."

د زخه خېلو د دیني عالمانو او کونسلرانو له غونډې او د اعلامیې له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه د خلکو غبرګونونه مخې ته راغلې دي. د جمرود یو فعال کاشف کوکي خېل پر خپل فېس بک لیکلي: "ملایانو له پکار دي چې د ورکو خلکو د موندلو لپاره خپل اواز اوچت کړي، په وراثت کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې کار وکړي او د نشه يي توکو د کاروباریانو مخه دې ونیسي."

کوم دیني عالمان چې د چا په جنازه کې ګډون نه کوي، دا یې انفرادي عمل دی خو په موسیقۍ هېڅ بندیز نشته.
د پولیسو مشر ابراهیم خان

خبریال عظیم شنواري هم په خپل فېس بک په همدې اړه د خپل نظر د خپرولو په ترڅ کې لیکلي چې د پاکستان په یوه صوبه او یوه ضلع کې هم پر موسیقۍ چا بندیز نه دی لګولی، نو دلته یې ولې لګوي؟ نوموړی وايي، ملایان دې د ګرانۍ، ملاوټ او زخیره اندوزۍ خلاف خبرې وکړي، نه دا چې د کلتوري څیزونو خلاف یې کوي.

مشال راډیو چې د زخه خېلو د عالمانو او کونسلرانو د یادې پرېکړي په اړه د لنډي کوتل تاڼې د پولیسو له مشر سره تماس ونیوه نو اېس اېچ او ابراهیم خان د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل، هلته په موسیقۍ هېڅ ډول بندیز نشته، سندرغاړو یا ولسي وګړو ته چا ګواښ نه دی کړی او کوم دیني عالمان چې د چا په جنازه کې ګډون نه کوي نو دا د هغوی انفرادي عمل دی.

په خیبر کې د ۲۰۱۹ز کال اکتوبر کې د قومي مشرانو په وینا ځایی پولیسو د موسیقۍ په پروګرامونو کې د نرښځیانو په ورتګ او ګډا باندې بندیز لګولی وو.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ز کال اکتوبر کې هم د خیبر ضلعې د جمرود په غونډي کلي کې مذهبي عالمانو په هغو ودونو کې د برخې نه اخیستو او د نکاح نه تړولو پرېکړه کړې وه په کومو کې چې د موسیقۍ پروګرام وي.

خیبر ضلع د افغانستان ننګرهار ولایت سره په پوله لري او هره ورځ زرګونه خلک په خیبر کې د تورخم له دروازې تیریږي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال اګست راهیسې د طالبانو واکمني ده چې پکې هغوی په ځینو ځایونو کې پر موسیقۍ بندیز لګولی.

په ۲۰۱۸ز کال کې قبایل پر پښتونخوا کې ګډ شوي او د پولیسو او عدالتونو کار قبایلي سیمو ته هم غځول شوی خو لا هم په ځینو وختونو کې جرګې پر خلکو بندیزونه لګوي.

په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په چارسده کې نایانو ته ويل شوي ول چې د خلکو ږیرې به نه خروي. تر دې وروسته په باجوړ کې يوې جرګې پريکړه کړې چې د سيلګرۍ ځايونو ته به د ښځو په ورتګ پابندي وي.

XS
SM
MD
LG