د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسیقۍ بانډار واده کې نکاح نه تړو: جمرود ملایان


د خیبر ضلعې د جمرود په غونډي کلي کې مذهبي عالمانو په هغو ودونو کې د برخې نه اخیستو او د نکاح نه تړولو پرېکړه کړې په کومو کې چې د موسیقۍ پروګرام وي.

د غونډي کلي د یوې مدرسې استاد مولانا دلاور درویش وايي، اهل سنت و جماعت بریلوي، اشاعت توحید و سنت پنجپیر او علمای دیوبند ډلو د اکتوبر پر درېمه په ګډه دا اعلان وکړ.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه نېټه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دا فیصله جبراً نه ده. دا یې ټولنې د اصلاح او د امن لپاره کړې ده. خو د غونډي کلي یو مدني فعال جلیل اپرېدی وايي چې د مذهبي عالمانو دا پرېکړه مني خو باید چې هغوی د فیصلې تر اعلانونو وړاندی ولس په اعتماد کې اخیستی وی. دی زیاتوي نکاح مخکې تړل کېږي او یوه ورځ وروسته د موسیقۍ بانډار کېږي. دی د علماو پرېکړه ناسمه نه بولي خو وايي چې هغوی لومړی پر خپله فیصله ولس خبر کړای وی نو بیا به د خلکو ګیلې هم نه وې.

د نکاح لپاره ملا شرط نه دی. دا سرکاري پرېکړه نه ده بلکې د دوی به خپل ځاني نظر وي. نوموړي وویل دا ښه خبره ده چې ملا د نکاح لپاره نه ځي، یو عام تن به یې کوي.
اسسټنټ کمیشنر جواد

په جمردو کې خبریال امیرزاده بیا وايي چې په غونډي کلي کې شاوخوا د شپیتو نه تر اوویا زره پورې ابادي ده او پکې د بیلا بیلو مسلکونو خلک اوسېږي. دی زیاتوي د غونډي کلي ځوانان په ښادیو کې د موسیقۍ پروګرامونه کوي او نرښځیان هم راولي. ځینې خلک ترې تنګ هم دي. خو کومو مذهبي‌ ډلو چې د موسیقۍ په صورت کې په ودونو کې له برخې اخیستو انکار کړی، هغوی پر یو بل د کفر او د مشرک کېدو فتوې لګوي نو دلته دا پوښتنه راپورته کېږي چې اوس دوی دا پرېکړه کړې ده نو پر دې مخکې څومره مزل کولای شي.

د قانوني چارو پوهه شهاب الدین خټک بیا وايي چې د پاکستان قانون د بیان د ازادی او له بو بل سره رایوځای کېدو په ګډون د بنیادي بشري حقونو خبره کوي او نه هم په قانون کې د موسیقۍ په پروګرام د بندیز لګولو خبره شته. او که څوک پرې داسې بندیز لګوي نو دا د سختدریځۍ او بنیاد پرستۍ بڼې دي. دی زیاتوي د ترهګری خلاف نیشنل اکیشن پلان هم د داسې کارونو مخنیوي لپاره جوړ شوی وو. نو باید حکومت په غونډي کلي کې د دا سې اقدام مخنیوی وکړي.

بلخوا د جمرود اسسټنټ کمیشنر جواد مشال رېډیو ته وویل چې دوی ته د مذهبي عالمانو یا د بل چا له لوري په ودونو کې پر موسیقۍ بندیز یا په نکاح کې د ملایانو د نه شاملېدو په اړه په رسمي توګه هېڅ نه دې ویل شوي. دی وايي، د موسیقۍ پروګرام کول یا نه کول، نکاح په یو عام تن کول یا په ملا کول دا خو د هر چا خپله خوښه ده. د نکاح لپاره ملا شرط نه دی. دا سرکاري پرېکړه نه ده بلکې د دوی به خپل ځاني نظر وي. نوموړي وویل دا ښه خبره ده چې ملا د نکاح لپاره نه ځي، یو عام تن به یې کوي.

د رسنیو ترمخه، د ۲۰۱۹م کال په مارچ کې هم په جمرود کې د نرښځیانو په پروګرامو بندیز لګول شوی وو خو هغه مهال دا اقدام ځايي انتظامیې کړی وو.

XS
SM
MD
LG