د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګهای سازمان وايي له ترهګرۍ او مخدره موادو څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي


د جولایي پر څلورمه د شانګهای همکارۍ سازمان انلاین غونډې ته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ویډیو لنک له لارې وېنا کوي.
د جولایي پر څلورمه د شانګهای همکارۍ سازمان انلاین غونډې ته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ویډیو لنک له لارې وېنا کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان غړو د سیمې امن او ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی بللی دی.

د جولایي پر څلورمه په نوي ډيلي کې د سازمان سرمشریزې د انلاين غونډې په پای کې په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي چې شانګهای همکارۍ سازمان د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي.

اعلامیه کې راغلي چې د سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل ضروري ګڼي، چې د ټولنې ټولې خواوې په کې برخه ولري.

هغوی همدا راز ويلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په پام به د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونو له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د غونډې مشري د هند وزیراعظم نریندرا مودي کوله او د پاکستان وزیرعظم شهباز شریف په ګډون د غړو هېوادونو مشرانو پکې برخه لرله.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي.

پاکستان او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

ایران، افغانستان، بېلاروس او منګولیا د هغې سازمان څارونکي غړي دي. په پرونۍ (د جولای د څلورمې نېټې) غونډه کې د ایران غړیتوب په رسمي توګه ومنل شو او هغه د څارونکی پر ځایی د سازمان پوره غړی شو.

په افغانستان کې واکمن طالب مشران او یا نور استازي د سازمان سرمشریزې ته نه ول بلل شوي.

شانګهای سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې د کار ترڅنګ د ترهګرۍ سره د مبارزې، د سرحدونو امنیت، او د نشه یي توکو د قاچاق سره د مبارزې په څیر مسلو باندې کار کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د کلنۍ سرمشریزې په ګډون نورې غونډې هم لري، چې د غړو هېوادونو مشران د بېلابېلو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه بحث او پریکړې کولو لپاره راټولیږي.

سازمان د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو ترمینځ د همکارۍ او خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره د پلیټ فارم په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG