د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د مودي پر بلنه د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي


د ۲۰۲۲ په سپتمبر کې په سمرقند کې د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د سیمې هېوادونو یو شمېر مشرانو ګډون کړی وو.
د ۲۰۲۲ په سپتمبر کې په سمرقند کې د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د سیمې هېوادونو یو شمېر مشرانو ګډون کړی وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د هندي وزيراعظم نريندرا مودي په بلنه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په انلاین غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جون پر ۳۰ مه په خپاره کړي بيان کې وویل چې هندي وزيراعظم د شورا د موجوده مشر په حيث د پاکستان وزيراعظم ته په ياده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

هغه غونډه د جولایي پر څلورمه د انټرنیټ له لارې کېږي.

بيان زياتوي چې په سرمشريزه کې د وزيراعظم شهباز شريف ګډون ثابتوي چې پاکستان د سيمې د امنيت لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان مهم بولي.

تر دې مخکې د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د مې پر څلورمه د شانګهای همکارۍسازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د هند ګووا ښار ته تللی وو.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر وو.

پاکستان او هند چې اکثره يې اړيکې ترينګلي وي، د کشمير پر سر يې څو وارې له يو بل سره جنګونه هم کړي دي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

ایران او افغانستان دا مهال د هغه سازمان څارونکي غړي دي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي ایران به زر د هغه سازمان دایمي غړی شي.

لارووف د جون پر ۳۰ مه وویل، د ایران د غړیتوب سند به د نهې پر ورځ (د جولای پر څلورمه) د ټولو غړو له لورې لاسلیک شي.

شانګهای سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې د کار ترڅنګ د ترهګرۍ سره د مبارزې، د سرحدونو امنیت، او د نشه یي توکو د قاچاق سره د مبارزې په څیر مسلو باندې کار کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د کلنۍ سرمشریزې په ګډون نورې غونډې لري، چې د غړو هېوادونو مشران د بېلابېلو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه بحث او پریکړې کولو لپاره راټولیږي.

سازمان د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو ترمینځ د همکارۍ او خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره د پلیټ فارم په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG