د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوب پرلتوالو سبا کاربنديز اعلان کړی


پرلت د ژوب د سياسي ګوندونو اتحاد ال پارټيز اېکشن کمېټۍ له خوا وهل شوی.
پرلت د ژوب د سياسي ګوندونو اتحاد ال پارټيز اېکشن کمېټۍ له خوا وهل شوی.

د بلوچستان په ژوب کې د درو پولیسیانو د وژنې ضد احتجاجي ناسته نن (د جولای څلورمه) په درېیمه ورځ هم دوام لري او پرلت کوونکي وايي، سبا به کاربندیز وي.

د جولای پر دويمه سهار وختي د بلوچستان په شیراني ضلع کې په يوه وسله وال بريد کې، د پولیسو درې سرتېري وژل شوي وو چې ذمه اري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د ژوب پوليسو مشر عرفان علي مشال راډیو د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي وو، د جولای پر دويمه نېټه سهار وختي ژوب ښار ته څېرمه د شيراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د وسله والو په برید کې د پوليسو سب انسپکټر بهادر خان په ګډون دوه سپاهيان ووژل شول او د ده په دعوه، په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو. د وسلوال مړی د ژوب په سېول هسپتال کې اېښودل شوی خو چا یې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې.

وژل شوي درې واړه پوليس سرتېري د شېراني او ژوب اوسېدونکي دي. تر پېښې سمدستي وروسته ځايي خلکو د احتجاج په توګه له دهنه سر څخه تېرېدونکی د ژوب او خيبر پښتونخوا او اسلام اباد ترمینځ لوی سړک بند کړ.

پر دې لاره هره ورځ په سلګونو ټرکونه او موټرې تېرېږي چې کوټې، ډېره اسماعيل خان، اسلام اباد، پېښور او ان تر لاهور اور کراچۍ پورې سامانونه او مسافر وړي راوړي.

پرلت د ژوب د سياسي ګوندونو اتحاد ال پارټيز اېکشن کمېټۍ له خوا وهل شوی خو د تاجرانو اتحاديې هم د پېښې ضد د احتجاج په توګه دوکانونه او بازارونه تړلې دي.


په ژوب کې د کمېشنر دفتر مخې ته ناست احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د دې ترڅنګ په دې ضلع کې دې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ پر لوی سړک د اېف سي ځواک چېک پوستې هم ختمې کړل شي او د اېف سي هغه چارواکي دې له دندو لیرې کړل شي چې د پېښې پر مهال په ډیوټۍ موجود وو.

پرلتوالو د احتجاج په توګه د وژل شويو پوليس سرتېرو د مړو له ښخولو انکار کړی وو، خو تېره ورځ (د جولای پر درېیمه) د پرلتوالو او د ژوب کمېشنر ترمنځ مذاکرات وشول چې په نتیجه کې یې هغوی د مړو جنازې وکړې او خاورو ته یې وسپارل.

پرلت کوونکي وايي، تر څو چې یې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي احتجاج او پرلت ته به دوام ورکوي. دوی د جولای پر پینځمه نېټه په شیراني کې د کار بندیز (پهیه جام هړتال) اعلان کړی دی او دا یې هم ویلې دي چې پر دغه ورځ به د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې (های وې) څوک سفر ته نه پرېږدي.

د ژوب د سوداګرو د ټولنې یو مشر باران کلیوال د جولای پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د هغوی څلور غوښتنې دي، لومړی د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ پر غځېدلې سړک چیک پوسټ دې ختم کړل شي، دویمه غوښتنه یې ده چې د پولیسو په ځوابي ډزو د وژل شوي تن ډي اېن اې ټیسټ دې وشي، د دې پېښې قضايي څېړنه ( جوډیشل انکوایریي) دې وشي او د ذمه وارو کسانو خلاف دې اېف ايي ار وشي.

نوموړی وړاندې وویل، ولسونه یې لا وار له مخې خبر کړي چې د جولای پر پنځمه به دوی د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ لویه لاره بندوي نو خلک دې پر دې ورځ له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي. دغلته د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG