د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د شنګهای همکارۍ سازمان په غړيتوب سره تعلقات پراخول غواړي"


د شنګهای همکارۍ سازمان د ۱۶مې سرمشريزې انځور
د شنګهای همکارۍ سازمان د ۱۶مې سرمشريزې انځور

د شنګهای همکارۍ سازمان ۱۶مه سرمشريزه د روان کال جون مياشتې پر ۲۳مه او ۲۴مه نېټه د ازبکستان په تاشقند ښار کې وشوه. په همدې سرمشريزه کې پاکستان او هند ته بشپړ غړيتوب ورکړل شو. دا سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شو چې غړي هېوادونه يې پر چين او روس سربېره، قرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمانستان ول. دا چې پاکستان ولي په دې سازمان کې د غړيتوب غوښتنه کول؟ په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو ښوونکی ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان غواړي چې په سيمه کې خپل تعلقات پراخ کړي.

((شنګهای همکارۍ سازمان چې کله جوړېدو نو په هغه کې اوله خبره دا وه چې ترهګري او نشيي توکو په ضد به له يو بل سره همکاري کيږي. بيا وروسته د اقتصاد خبره هم پکې شامله شوه. په پېل کې پاکستان په دې کې خاصه دلچسپي نه لرله خو بيا وروسته چې پاکستان پوه شو چې په دې کې زموږ ګاونډي هېوادونه لکه چين دی، روس دی او د افغانستان شمال کې پراته هېوادونه دي نو د پاکستان تعلقات بايد يوازې له امريکا سره نه وي، بايد له چين او روس سره هم وي.))

دا مهال افغانستان، ايران، بېلاروس او منګوليا د دې سازمان د څارونکو درجه لري. پاکستان او هند هم د ۲۰۰۵م کال راهيسې د دې سازمان د څارونکو درجه درلوده چې وروسته يې د بشپړه غړيتوب غوښتنه وکړه. په اسلام اباد کې د سيمه ايزو چارو شنونکی پروفېسر ډاکټر حسن عسکري وايي چې پاکستان ته موقع په لاس ورغلې چې خپل دريځ په سيمه کې روښانه کړي خو بيا هم په دې سره يې ټولې ستونزې نشې هوارېدای.

((په عملي توګه په دې کې زياته پاملرنه ترهګرۍ، د معلوماتو تبادلې او اقتصادي ودې ته کيږي. پاکستان په همدغو څانګو کې همکاري کولای او تر لاسه کولای شي. دا د پاکستان لپاره يوه ښه موقع ده خو د دې معنا دا نه ده چې په غړي جوړېدو سره به د پاکستان ستونزې هواري شي. ستونزې به يې پر ځای پاتې وي خو که د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغو نيوکو ته پراخ ځواب پيدا کړي چې پر پاکستان کيږي، نو بيا له دې ګټه تر لاسه کولای شي.))

پاکستان د سارک په نامه د سوهېلي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ سازمان غړيتوب هم لري خو دا سازمان په سيمه ييزه کچه ډېر غېر فعاله پاتې شوی او پريکړې يې په بشپړه توګه نه دې عملي شوي. دا چې شنګهای همکارۍ سازمان له سارک څخه څومره توپير لري؟ ډاکټر سرفراز خان وايي، سارک يوازې پر هند او پاکستان ولاړ دی خو په شنګهای همکارۍ سازمان کې لوی قوتونه هم شته.

((په بنيادي توګه په سارک کې پاکستان او هند دوه لوی هېوادونه دي او د دوی په خپل منځ کې تعلقات ډېر ښه نه دي. نو په دې وجه نه دوی او نه هم نور هېوادونه څه خاص پرمختګ کولای شي. خو په شنګهای همکارۍ سازمان کې پاکستان يو وړوکی هېواد دی. چين او روس لوی هېوادونه دي او په پاليسي جوړولو کې د هغوی برخه زياته ده. نو زه فکر کوم چې په څنګه حال کې سارک دی چې هغه فعال نکړای شو، د دې حال به هغسې نه وي.))

شنګهای همکارۍ سازمان کې افغانستان هم د بشپړه غړيتوب غوښتنه کړې او غواړي چې په دا ډول په سيمه کې د امنيت، اقتصاد او سياست په برخه کې خپل څرګند رول ولري.

XS
SM
MD
LG