د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پولیسو د پاکستان تحريک انصاف ۲ سیاستوالان نیولي دي


په سوات کې د مې پر ۱۰مه د عمران خان د نیولو ضد مظاهرینو په سرک کې اور بل کړی دی.
په سوات کې د مې پر ۱۰مه د عمران خان د نیولو ضد مظاهرینو په سرک کې اور بل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا سوات پولیسو د پاکستان تحريک انصاف د مېنګورې ښاروال شاهد علي خان او پخوانی صوبايي وزير ډاکټر امجد علي نيولي دي.

پوليسو ویلي چې بېګا شپه ناوخته (د جون پر ۲۷مه) يې د مرستيال کمېشنر په امر شاهد علي خان په مينګوره او ډاکټر امجد علي يې په شموزو کې له خپلو کورونو ونیول او زندان ته يې ولېږدول.

بيان زياتوي چې دا اقدام یې د عامه ګډوډيو د مخنيوي قانون ۳ اېم پي او لاندې اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د پاکستان تحريک انصاف لسګونه غړي د ياد قانون لاندې نيول شوي دي.

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرل احمد شريف چودري د جون پر ۲۶مه په راولپنډۍ کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د مې نهمې او لسمې د پېښو په اړه پوځ د خود احتسابۍ عمل بشپړ کړی دی او په دې لړ کې يې د يوه لېفټينېڼت جنرل په ګډون درې افسران له نوکريو لري کړي او د درې مېجر جنرالانو او اوو برېګيډيرانو په ګډون يې د ۱۵ نورو افسرانو پرضد کاروايي بشپړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په پوځي عدالتونو کې په دې پېښو کې د لاسلرلو په تور د ۱۰۲ کسانو پرضد مقدمې روانې دي او په خبره يې د پاکستان د ایین او قانون له مخې به سزاګانې ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت د دې پېښو تور د تحریک انصاف پر مشر پورې کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي ول چې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان هم په پوځي عدالت کې مقدمه چلوي.

رانا ثنا الله د مې پر ۳۰مه د پاکستان له ډان ټېلېوېژن سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې پر پوځي تاسيساتو "د بريدونو د پلان جوړولو او پر هغه د عمل کولو" مقدمه د پوځي عدالت کار دی.

خو عمران خان دا تورونه ردوي. هغه د مې پر ۲۹مه په يوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړی وو چې حکومت او ریاستي ادارې د ده د ګوند غړي ځوروي او په زور یې له ګونده پر وتلو مجبوروي. هغه زیاته کړه چې يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې دا خبره سپينه کړي چې د مظاهرو پر وخت په ويجاړي کې د چا لاس وو.

نوموړي زیاته کړې وه: "دا معلومه کړئ چې په دې بلوو کې څوک لاس لري؟ په نړۍ کې چې یوه پېښه وشي، ازادې پلټنې یې کېږي. حکومت خو نېغ په نېغه تور پورې کړی خو دا د عدلیې کار دی چې پلټنې وکړي."

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG