د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت له ای اېم اېف څخه د پور زر ترلاسه کېدو په اړه خوشبيني ښوولې


شهباز شريف په تېرو څو ورځو کې د ای اېم اېف له مشرې سره څلور واره خبرې کړې دي. پخوانی انځور
شهباز شريف په تېرو څو ورځو کې د ای اېم اېف له مشرې سره څلور واره خبرې کړې دي. پخوانی انځور

د پاکستان وزیراعظم د مالیې نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د پور نهم قسط ترلاسه کولو په اړه خوشبیني ښوولې ده.

د جون پر ۲۷مه د وزیراعظم دفتر په بیان کې ويلي چې شهباز شریف د نړيوال مالياتي فنډ د منېجنګ ډایرېكټرې کریسټالینا جورجېووا د جون پر ۲۶مه ټېلېفوني خبرې کړې دي. بیان زیاتوي چې دواړه مشران د ای اېم اېف له خوا پاکستان ته د پور ورکولو پر بېلا بېلو اړخونو وغږېدل.

شهباز شریف د دغو خبرو په رڼا کې تمه ښوولې چې اسلام اباد ته د پور د ورکړې په اړه ای اېم اېف په يوه يا دوو ورځو کې فیصله وکړي.

شهباز شريف څو ورځې وړاندې فرانس ته تللی وو او هلته يې د ای اېم اېف له مشرې سره درې ځله مخامخ ليدلي ول او اوس يې د څلورم ځل لپاره ورسره په ټېلېفوتن خبرې کړې دي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او غواړي چې له ای اېم اېف څخه د ۲۰۱۹ز کال د شپږ اعشاريه اووه اربه امريکايي ډالرو د تړون له مخې د پور نهم قسط ترلاسه کړي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د دې هېواد شخصي ټېلېوېژن چېنل جیو نیوز ته د جون پر ۲۸مه ويلي چې چې پاکستان هڅه کوي چې له ای اېم اېف څخه دوه اعشاریه شپږ اربه ډالره ترلاسه کړي. هغه تمه وښووله چې ښايي د تړون له مخې د يو ارب ډالرو نهم قسط ترلاسه کړي.

د پاکستان سره د نړیوالې مالیاتي ادارې د پور د پروګرام موده د جون پر ۳۰مه سر ته رسېږي. تر هغې مخکې پاکستان باید په دوه قسطونو کې پیسې تر لاسه کړي. له دې وروسته به يو اعشاریه دوه اربه ډالر د لسم قسط په توګه ورکول کېږي چې ورسره به له ای اېم اېف څخه د پور اخيستلو پروګرام پای ته ورسېږي.

نویوالې مالياتي ادارې د پاکستان د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال بجټ هم ځينو اندېښنې ښوولې وي. ای اېم اېف پاکستان ته د نهم قسط پيسو ورکولو لپاره ځينې شرطونه اېښي دي چې پاکستان وايي پوره کړي يې دي.

د ای اېم اېف شرطونو ته په کتو د خزانې وزير په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نوي ټېکسونه هم شامل کړي دي.

XS
SM
MD
LG