د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي د سکرو په کان کې چاودنې شپږ تنه وژلي


په پاکستان کې په پرلپسې توګه د سکرو په کانونو کې د چاودنو له کبله کاریګرو ته مرګ ژوبلې اوړي. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې په پرلپسې توګه د سکرو په کانونو کې د چاودنو له کبله کاریګرو ته مرګ ژوبلې اوړي. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې د سکرو په يو کان کې د چاودنې له کبله شپږ مزدوران وژل شوي دي.

په کوټه کې د ماينونو چیف انسپیکټر عبدالغني شاهواني د مارچ پر دريمه مشال راډيو ته وويل چې دا چاودنه د مارچ پر دویمه د ښاهرګې په یو کان کې د زهرجن ګېس له کبله شوې وه.

نوموړی وايي چې له کان څخه د مړو او ژوبلو کانکېدونکو د را اېستو لپاره يې عمليات پېل کړي وو چې په نتيجه کې يې پرون شپږ مړي او پينځه ژوبل کسان را اېستل شوي دي.

عبدالغني شاهواني زیاته کړه چې دوی د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي‌ او حکومت به تر پلټنو وروسته قانوني کارروايي خامخا کوي.

د ښاهرګې د صحت مرکز ډاکټر محمد اکبر وايي چې په پېښه کې وژل شوي کسان د چمن او پښین اوسېدونکي دي.

په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې له خوا پر دې پېښه خواشیني ښودل شوې او تور یې پورې کړی دی یې په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب ګامونه نه دي پورته شوي.

د یادې اتحادیې جنرل سيکرټري سلطان محمد خان د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې تېر کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې لږ تر لږه ۲۸۸ مزدوران وژل شوي وو.

ده وویل چې ترڅو د کان کیندونکي د مرګ په صورت کې د کویلې پر مالکانو د تاوان کچه نه وي زیاته شوې تر هغه وخته به داسې پېښې روانې وي.

خو د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو امر کړی دی چې په بلوچستان کې دې د کویلې په کانونو کې د کار کوونکو د خوندیتوب لپاره د پورته شویو ګامونو په اړه رپورټ ورته وړاندې کړل شي.

د نوموړي له خوا د مارچ پردرېمه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي‌ چې د سکرو د کانونو مالکان دې پر دې پابند کړل شي‌ چې په خپلو کانونو کې د کاریګرو حفاظت باوري کړي.

په بیان کې زیاته شوې چې د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو خوندیتوب د کانونو د مالکانو زمه واري ده او هغوی به یې پوره کوي.

اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو امر کړی دی چې په دې پېښه کې د ټپیو شویو کسانو لپاره دې ټولې اسانتیاوې برابرې کړل شي.

په بلوچستان کې کانکیندونکي نه يوازې د کانونو نړېدو په پېښو کې مري بلکې وخت نا وخته د وسلوالو له خوا هم په نښه کېږي.

په وسله والو بریدونو کې زیاتره وخت له پاکستانه د بېلتون غوښتونکو هغو بلوڅ وسله والو ډلو لاس ښودل کېږي چې د صوبې د قدرتي‌ وسایلو را اېستل کېدو مخالف دي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ ۲۷ مې په شپه هم په هرنايي کې نامعلومو وسلوالو د سکرو څلور کان کیندونکي په ډزو وژلي او یو یې ټپي‌ کړی وو.

د هرنايي ډپټي کمېشنر عبدالمجيد جوګیزي د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د هرنايي په خوست سيمه کې وسلوال د کان کیندونکیو هستوګنځای ته ورغلي ول او هغوی يې له خوبه تر راويښلو وروسته په ډزو وژلي ول او يو يې ټپي کړی وو. هېچا د بريد ذمه واري نه ده منلې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG