د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د مرستو وېشلو پرمهال ګډوډۍکې ۲۱ مېرمنې ټپي شوې دي


بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د غربت کمولو حکومتي پروژه ده چې پکې بېوزلو او په ځانګړې توګه ښځو ته نغدې پېسې ورکول کېږي ـ پخوانی انځور.
بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د غربت کمولو حکومتي پروژه ده چې پکې بېوزلو او په ځانګړې توګه ښځو ته نغدې پېسې ورکول کېږي ـ پخوانی انځور.

په کراچۍ کې په بېوزلو کې د مرستو وېشل کېدو پر مهال د ګډوډۍ له کبله ۲۱ مېرمنې ټپي شوې دي.

د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د کراچۍ مشر امتیاز شاه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه نن (د جون پر ۲۶مه) د ښار په کېماړۍ سیمه کې شوې ده.

ده وویل، په ګڼ شمېر ښځې د مرستو ترلاسه کولو لپاره غونډې شوې وې او له هم دې کبله هغه پېښه وشوه.

بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د غربت کمولو حکومتي پروژه ده چې پکې بېوزلو او په ځانګړې توګه ښځو ته پېسې ورکول کېږي.

د کراچۍ د ولسي روغتون مشر ډاکټر صابر میمن مشال راډیو ته وویل چې ۲۱ ټپي شوې مېرمنې وروړل شوې دي او د پينځو روغتیايي حالت ښه نه دی.

صوبايي او وفاقي حکومت وايي په دې اړه پلټنې کوي. سږ کال په مارچ میاشت کې هم په کېماړۍ کې د مرستو وېشل کېدو پرمهال ګډوډۍ ۱۲ تنه وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG