د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او پنجاب کې بارانونو او تندر ۶ کسان وژلي دي


په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې بارانونو، سیلۍ او تندرونو زیانونه اړولي دي ـ پخوانی انځور.
په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې بارانونو، سیلۍ او تندرونو زیانونه اړولي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بونیر او د پنجاب په ناروال ضلعو کې طوفاني بارانونو او د تندرونو پرېوتو له امله د ۲ ښځو په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ ویلي، د جون پر ۲۵مه ماښام د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه ښځه وژل شوې او شپږ کسان ژوبل شوي دي. دا راز د مردان په ګړۍ کپوره کې د کور چت د پرېوتو له کبله یوه ښځه او شپږ کلن زوی يې ژوبل شوي دي.

هلته په پنجاب صوبه کې د هند پولې ته څېرمه په ناروال ضلع کې د جون پر ۲۴مه د تندرونو د پرېوتو په دوه جلا جلا پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پينځه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې بارانونو او تندرونو مرګژوبله په داسې حال کې اړولې چې د تېرو څو ورځو راهیسې هلته ګرمي زیاته شوې او د تودوخې درجه په ځینې ځایونو کې د سانتي ګرېډ ۴۶ درجو ته لوړه شوې وه.

د ۲۰۲۳ز کال د پسرلي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې بارانونو او سېلابونو د مرګژوبلې تر څنګ ودانیو، بېخبنا او فصلونو ته زیان اړولی دی.

د جون پر ۱۸مه تېزې سیلۍ او توفاني بارانونو په بنو، لکي مروت، ډيره اسماعيل خان او مانسهره کې ۵ کسان وژلي او ۷۱ ژوبل کړي ول. د هغې ورځ بارانونو او سیلۍ ۱۶ کورونه هم زیانمن کړل.

تر دې مخکې د جون پر ۱۰مه هم د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د سخت باران او سیلۍ له کبله په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۴۶ ټپیان شوي ول.

د مې په پیل کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ږلۍ او سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې اته تنه ووژل شول او کورونو او فصلونو ته زیانونه واوښتل.

دا راز د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG