د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د ګرمۍ د زیاتېدو اټکل شوی


ماشومان د ګرمۍ نه د بچ کېدو لپاره په اوبو کې لامبي: انځور له ارشیفه
ماشومان د ګرمۍ نه د بچ کېدو لپاره په اوبو کې لامبي: انځور له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا د هواپېژندنې ادارې او له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې په صوبه کې د ګرمۍ د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

دواړو ادارو ویلي، تر راتلونکې اتوار ورځې (د جون تر پنځویشتمې) پورې به په میداني سیمو کې موسم ډېر ګرم او وچ وي او تودوخه به ورسره له معمول نه شپږ درجې لوړه شي. دوی خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ګرمۍ نه دې ځانونه وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا په میداني سیمو کې وار له مخې ګرمي زیاته شوې او په ځینو سیمو کې د تودوخي درجه ۴۶ ته رسېدلې ده.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) پر خلکو غږ کړی چې په سیوري کې دې اوسي او له کامل احتیاط نه دې کار واخلي.

په پېښور کې د غذایت یو ماهر (نیوټرېشنسټ) فهدالله شاکر مشال راډیو ته وویل، په سخته ګرمۍ کې دا وېره موجوده وي چې که څوک په تېز لمر کې وګرځېږي نو جل یې وهلی شي. هغه وړاندې وویل: "خلکو له پکار دي چې په سیوري کې اوسي، اوبه دې ډېرې څښي، که بهر ته وتل ضروري وي نو بیا دې سپینې جامې واغوندي. هندواڼه، ماسته، شوملې او امونه دې زیات استعمالوي."

نوموړي وړاندې وویل چې د پاخه عمر کسان، ماشومان، ناروغه او مزدوران چې په لمر کې کار کوي باید له ډېر احتیاط نه کار واخلي.

سخته ګرمي او د چاپېریال ککړتیا کومې روغتیايي ستونزې پیدا کولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:51 0:00

د پېښور پوهنتون یو ملازم عمران خان مشال راډیو ته وویل، څو ورځې وړاندې کورته د تلو پر مهال جل وهلی وو چې له وجې یې صحت خراب شو، ناجوړه شو او تر څو ورځو پورې د دې جوګه نه وو چې دفتر ته ستون شي او خپل کار یو وارې بیا پیل کړي.

بل پلو، دوکانداران هم شکایت کوي چې د کار مزه یې نشته ځکه چې د ګرمۍ له وجې خلک له کورونو هله په اسانه نه راووځي او د هغوی سودا کمه خرڅېږي. جان خسرو په چارسده کې د کپړو کاروبار کوي، نوموړي مشال راډیو ته وویل، د ګرمۍ له وجې هغوی هم تر ډېره په دوکان کې نه شي پاتې کېدای او پیرودونکي( ګراهکان) هم هله په اسانه په ګرمۍ کې له کورونو نه ووځي.

د پاکستان د نورو برخو په شان په خیبر پښتونخوا کې هم ګرمي په داسې وخت کې زیاته شوې ده چې د بجلۍ لوډشیډنګ هم د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې خلک شکایت کوي چې د ورځې بس څو ساعته بجلي لري نور د لوډشیډنګ له لاسه ورځ نه لري.

د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره وايي، د ګرم موسم له وجې په غرییزو سیمو کې د واورې ګټان ویلې کېږي او بیا یې له وجې په سیندونو کې د اوبه کچه لوړېږي او اکثره وخت له مورګو اوړي چې د سیند د غاړې د سیمو خلکو ژوند ترې اغېزمنېږي.

XS
SM
MD
LG