د لاسرسي ځای

تازه خبر

 په خيبر پښتونخوا کې باران او سیلۍ ۵ کسان وژلي


سږ کال له پیل راهیسې بارانونو او سېلابونو په پاکستان کې د مرګژوبلې تر څنګ ودانیو او بېخبنا ته هم زیانونه رسولي دي ـ پخوانی انځور.
سږ کال له پیل راهیسې بارانونو او سېلابونو په پاکستان کې د مرګژوبلې تر څنګ ودانیو او بېخبنا ته هم زیانونه رسولي دي ـ پخوانی انځور.

په خيبر پښتونخوا کې د توفاني بارانونو له امله ۵ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ژوبل دي. په وژل شویو کې یوه ښځه او څلور ماشومان دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جون پر ۱۸مه په بیان کې ويلي چې د تېزې سیلۍ او توفاني بارانونو له امله په بنو، لکي مروت، ډيره اسماعيل خان او مانسهره کې ۱۶ کورونو ته هم زیان رسیدلی دی.

ادارې ویلي چې وژل شوي کسان د بنو او لکي مروت دي چې د کورنو چتونو او دېوالونو پرېوتو له امله تر ملبې لاندې شوي ول.

د پي ډي اېم اې د بیان له مخه، د صوبې د ريسکيو ۱۱۲۲ ادارې کارکونکي په امدادي مرستو کې بوخت دي او تر ملبې لاندې شوي خلک خوندي ځایونو او روغتونونو ته انتقالوي.

د جون پر ۱۰مه هم د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د سخت باران او سیلۍ له کبله په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۴۶ ټپیان شوي ول.

د هغې ورځ بارانونو او توفان په کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې تر ۶۰ زیاتو ودانیو ته هم تاوانونه واړول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG