د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او چين بهرنيو چارو وزیرانو خپلمینځي مذاکرات رغنده بللي


 انتوني بلینکن (کیڼې خوا ته) د جون په ۱۸مه د بیجینګ په دولتي مېلمستون کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر کین ګانګ سره وکتل.
انتوني بلینکن (کیڼې خوا ته) د جون په ۱۸مه د بیجینګ په دولتي مېلمستون کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر کین ګانګ سره وکتل.

د امریکا او چين بهرنيو چارو وزیرانو د جون پر ۱۸مه نېټه په بيجینګ کې خبرې اترې کړي چې دواړو غاړو سپېنې او رغنده بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د هغه چینايي سیال کين ګانګ تر پینځو ساعتونو پورې مذاکرات وکړل. په دې اړه بلېنکن وويل چې اړتیا د دې خبرې ده چې د غلط فهمۍ او د غلطو اندازو خطر کم کړل شي.

هغه وویل، د چین د بهرنيو چارو وزیر په ډاګه کړه چې تاييوان د چين او امريکا په تعلقاتو کې تر ټولو مهمه موضوع ده.

تمه کېږي چې بلېنکن به د جون پر ۱۹مه په بېجینګ کې وي، خو معلومه نه ده چې ایا هغه به له چيني ولسمشر شي جينپينګ سره ويني او که نه؟

بلېنکن په داسې حال کې د چین په سفر دی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل او په وروستیو کې د امریکا په فضايي حریم کې د چین د "جاسوسې پوکڼۍ یا بالون" پېښې پر سر له مسکو او بیجنګ سره د واشنګټن تعلقات ترینګلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG