د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې تازه بریدونو کې ۶ ملکيان وژل شوي دي


په خارکیف کې د روسیې له پولې سره نېږدې د برید له ځایه لوګي خېژي - د جون پینځمې انځور.
په خارکیف کې د روسیې له پولې سره نېږدې د برید له ځایه لوګي خېژي - د جون پینځمې انځور.

اوکرایني چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پوځ د روسیې د غیر قانوني یرغل له پیل راهیسې د نیول شويو سيمو د ازادولو لپاره په خپلو ځوابي بریدونو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړی دی.

سیمه ییز والي اولېګ سېنیېهوبوف پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې د جون پر ۱۷مه په خارکیف د روسیو ځواکونو یو توغندی د ملګیانو پر موټر ولګېد چې پکې څلور تنه ووژل شول.

هغه وویل، پېښه د روسیې له پولې څخه یو کېلومیټره لیرې په هوریېف کوزاچوک کلي کې شوې ده.

یو بل سیمه ییز والي اولېکساندر پروکودین د جون په ۱۷مه وویل، د خېرسون په جنوبي سیمه کې د روسیو توغندیو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې پر خېرسون ښار ۴۴ روسي توغندي لګېدلي او روسيو ځواکونو د رهایشي سیمې، او د تعلیمي او سرکاري ادارو ودانۍ په نښه کړي دي.

د سیمه ییزې شورا مشر مېکولا لوکاشوک په ټیلیګرام کې ویلي، روسیو ځواکونو د دنیپروپېتروفسک په جنوبي سیمه کې پر نېکوپول په بمبارۍ کې شخصي کورونه، سوداګریز مرکزونه او د برېښنا تارونه په نښه کړي او ورته یې زیانونه اړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG