د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نېشنل ګوند جرګې افغانستان سره د تجارتي لارو پرانیستو غوښتنه کړې


د اپرېل پر ۱۷مه هم د باجوړ او کونړ مشرانو جرګه کړې وه او دواړو خواو ته غځیدلو لارو د پرانیستو غوښتنه یې کړې وه.
د اپرېل پر ۱۷مه هم د باجوړ او کونړ مشرانو جرګه کړې وه او دواړو خواو ته غځیدلو لارو د پرانیستو غوښتنه یې کړې وه.

د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند تر سیوري لاندې شوې جرګې افغانستان سره د تجارتي لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د جون پر۱۶مه په چارمنګ کې د هلال خیلو جرګې ګډونوالو وویل، له باجوړه کونړ ته تللو د ناواپاس، غاښي کنډو، لیټۍ کنډو درې لویو لارو او د ډیورنډ کرښې ته نېږدې نورې سیمې ترهګرۍ او پوځي عملیاتو ځپلي دي او د ستونزو یوازینی حل له افغانستان سره د لارو پرانیستل دي.

د جرګې ګډنوال او په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند مخکښ مولانا خان زیب مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو دواړه خوا ولسونه له یو بله جلا کړي دي او د سیمې کاروبار او اقتصاد یې ځپلی دی.

هغه زیاته کړه چې ناواپاس افغانستان ته تللې تاریخي لاره ده او که پرانیستل شي نو د باجوړ په ګډون به د ټول مالاکنډ سیمې د ولس لپاره ګټې راوړي.

د جرګې ګډونوالو زیاته کړه چې له پولې سره نیزدې پراته ولسونه د ژوند د بنیادي اسانتیاوو نه بې برخې دي. د دوی په وېنا، که تجارتي لارې پرانستل شي نو د سیمې د نا امنۍ ستونزه به هم هواره شي.

بلخوا له سیمې د پارلیمان غړي سېنېټر هدایت الله خان مشال راډیو ته ویلي چې د باجوړ د ناواپاس او مومندو د ګوسړۍ کنډاو د پرانستلو لپاره د ولس سره مرسته کوي او هیله ده چې لنډ وخت کې ناواپاس د قانوني تګ راتګ او کاروبار لپاره بیا پرانستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG