د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف وايي په راتلونکې بوديجه کې د قبايلي سيمو لپاره پرمختیايي پروژې شاملوي


شهباز شريف وايي د قبايلي ضلعو پرمختګ د حكومت په لومړيتوبونو کې شامل دی ــ پخوانی انځور
شهباز شريف وايي د قبايلي ضلعو پرمختګ د حكومت په لومړيتوبونو کې شامل دی ــ پخوانی انځور

د پاکستان وزيراعظم د خيبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو لپاره په کلنۍ بوديجه کې د "ځانګړو پرمختيايي پروژو" شاملولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان دولتي راډيو د جون پر اوومه خبر ورکړی چې شهباز شريف په اسلام اباد کې د بهرمېشتو پاکستانيانو د چارو له وزير ساجد حسين توري، او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان له استازو محسن داوړ او مولانا محمد جمال الدين سره د ليدنې پر مهال ویلي چې د قبايلي ضلعو پرمختګ د حكومت په لومړيتوبونو کې شامل دی.

د راډیو په خبره، د قبايلي ضلعو پارلېماني غړو وزیراعظم ته د پرمختيايي بوديجې په اړه وړانديزونه وركړل.

تر دې وروسته وزيراعظم اړوندو چارواكو ته لارښوونه وکړه چې تر سلا مشورو وروسته دې وړانديزونه په راتلونکې کلنۍ بوديجه کې شامل کړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۳ــ ۲۰۲۴ز مالي کال بودیجې قانوني مسوده وړاندې کړي.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. هلته له هغه کال راهیسې اصلاحاتي بهیر روان دی خو د هغو پخوانیو اووه قبایلي ضلعو او شپږو نیمه قبایلي سیمو (فرنټییر ریجنز) پارلېماني استازو او د سیمو اوسېدونکو په وروستیو کلونو کې په بیا بیا په سم ډول د پرمختیايي چارو نه ترسره کېدو او یا د بهیر د ورووالي شکایتونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG