د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف وايي قبایلي ضلعو کې پرمختیايي چارو ته لومړیتوب ورکوي


شهباز شریف وايي قبایلو کې د پرمختیايي چارو په اړه کوټلي اقدامات کوي - پخوانی انځور.
شهباز شریف وايي قبایلو کې د پرمختیايي چارو په اړه کوټلي اقدامات کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې به پرمختیايي چارو ته لومړيتوب ورکوي.

شهباز شریف د مارچ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو له استازو سره د لیدو پر مهال وویل، حکومت یې د "وروسته پاتې" سیمو د پرمختګ لپاره "کوټلي" اقدامات کوي.

په غونډه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر تر څنګ د پاکستان د مذهي چارو وزیر مفتي عبدالشکور، د بهرمېشتو پاکستانیانو د چارو وزیر ساجد حسین توري او مولانا جمال الدین وزیراعظم ته د خپلو سیمو د ستونزو او هلته د پرمختیايي چارو په اړه معلومات ورکړل.

تر دې وروسته وزیراعظم اړوندو چارواکو ته د پرمختیايي کارونو لپاره له اقتصادي رابطه کمېټۍ څخه د پیسو منظورولو لارښوونه وکړه.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. هلته له هغه کال راهیسې اصلاحاتي بهیر روان دی خو د هغو پخوانیو اووه قبایلي ضلعو او شپږو نیمه قبایلي سیمو (فرنټییر ریجنز) پارلېماني استازو او د سیمو اوسېدونکو په وروستیو کلونو کې په بیا بیا په سم ډول د پرمختیايي چارو نه ترسره کېدو او یا د بهیر د وروالي شکایتونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG