د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوه امريکايي‌کاروباري الوتکه لوېدلې ده


يوه امريکايي‌الوتکه - پخوانی انځور
يوه امريکايي‌الوتکه - پخوانی انځور

امریکايي چارواکي وايي د ورجېنیا ایالت په لرې پرتو سیمو کې یو کاروباري الوتکه لوېدلې ده.

د دوی په په وینا دا کاروباري الوتکه د جون پر څلورمه ماسپښین مهال د ورجېنیا په شننډوا ناوه کې لوېدلې او داسې څوک نه دي موندل شوي چې ژوندي پاتې شوي وي. چارواکي زیاتوي چې د امریکا جنګي الوتکې له هغه وروسته ورپسې الوت کړی چې یادې الوتکې اړوند چارواکو ته له ځواب ویلو پرته د پلازمېنې واشنګټن په فضايي حدودو کې پرواز کاوه.

د الوتکې د لوېدو درز په خوااوشا ټوله سیمه کې اورېدل شوی دی. څو ساعته وروسته پولیسو ویلي چې ژغورونکو د پېښې په ځای کې هیڅ داسې څوک نه دی میندلی چې له لوېدلې الوتکې ژوندی پاته شوی وي.

تر اوسه نده روښانه شوې چې دې الوتکې ولې اړوند چارواکو ته ځواب نه دی ویلی، ولې لوېدلې ده او څو کسان پکې سپاره وو؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG