د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوډان کې تر اوربند وروسته جګړه بیا زیاته شوې


د سوډان په مرکز خرطوم کې د مې پر لومړۍ له ودانیو لوګي پورته کېږي.
د سوډان په مرکز خرطوم کې د مې پر لومړۍ له ودانیو لوګي پورته کېږي.

د سوډان د پلازمېنې خرطوم په بېلابېلو برخو کې د جون پر څلورمه د اوربند وخت پوره کېدو وروسته جګړه زیاته شوې.

د خرطوم اوسېدونکو او فعالانو ویلي، چې په شمالي ډارفور کې د تازه تاوتریخوالي له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د سعودي عربستان او امریکا په منځګړیتوب د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې ترمنځ اوربند د مې پر ۲۲مه اوربند شوی وو. د جون پر درېیمه د اوربند وخت پاې ته ورسید.

اوربند د جګړې شدت یو څه کم کړی و او په محدود ډول یې بشري مرستو ته زمینه برابره کړې وه. تر دې مخکې په سوډان کې له لنډمهالو اوربندونو په وار وار سرغړونې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او "چټک غبرګون ځواک" ترمينځ نښتې د اپرېل له ۱۵مې روانې دي.

د سوډان حکومت غوښتل چې د چټک غبرګون ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی انکار وکړ چې ورسره سم د دواړو لوريو ترمینځ نښتې پيل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG