د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې عدالت یو  کس ته د خپلې ښځې د وژلو په جرم ۱۴ کاله سزا اورولې


د باجوړ یوې محکمې هغه کس ته د ۱۴ کالو سزا اورولې چې څه موده مخکې یې خپله مېرمن وژلې وه.

د ناوګۍ اوسیدونکي راز ولي خان باندې تور وو چې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې یې خپله ښځه په چرییز ټوپک ویشتې وه. د نوموړي وکیل حیا خان د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، پر ملزم تور ثابت شوی او عدالت ورته د خپلې ښځې د وژلو په تور ۱۴ کاله او د ناقانونه وسلې د ګرځولو په تور درې کاله نوره سزا اورولې ده. د قانون له مخې دواړه سزاګانې به په یوه وخت پیلېږي.

وکیل حیا خان وايي، د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له شاملېدو وروسته په قبایلي ضلعو کې عدالتونو کار پیل کړی او اوس مېرمنو ته د عدالتونو لخوا انصاف ورکول کېږي او د هغوی پوښتنه کېږي.

د باجوړ یو بل وکیل سفیان علي شاه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) لخوا د مېرمنو مقدمې په وړیا توګه پر مخ وړي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، د مېرمنو د وکالت فیس یا خرڅ ورته د یو اېن ډي پي لخوا ورکول کېږي. نوموړي د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې مېرمنې څه ډول مقدمې عدالت ته وړلی شي؟ وویل: "ډېری مېرمنې ۲۰ ـ ۲۰ کاله کېږي چې د پلار په کور ناستې دي، خاوندانو ورته طلاق نه وي ورکړی، له کله نه چې عدالتونه راغلي، نو عدالت دغو مېرمنو ته د هغوی له خاوندانو خلع اخیستې ده. همدا رنګه عدالت دغو مېرمنو سره دا مرسته هم کړېده چې له خاوند نه یې د هغې یا د هغې د بچو د خرڅ او خوراک پیسې هم واخلي."

نوموړی وايي، عدالت ډېرو هغو مېرمنو ته هم انصاف ورکړی چې د وروڼو لخوا له جایداده محرومې ساتل شوې وې. د نوموړي په وینا اوس هغه پخوانی کلک دود هم په ورو ورو په ماتېدو دی چې د مېرمنو لخوا عدالت ته ورتګ به شرم ګڼل کېده. هغه وايي، اوس چې عدالت سړو او ښځو دواړو ته د انصاف ورکول پیل کړي نو پر عدالتونو د خلکو باور هم زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG