د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې يوه ښځه د خپلو ماشومانو په وړاندې وژل شوې


سوات
سوات

د خیبر پښتونخوا په سوات کې چارواکي وايي چې په دوريشخيله کي یوه ښځه خپل ورور او د تره زوی د غيرت په نوم وژلې ده. دغه کسان نيول شوي دي.

د مټې پولیسو مشال رېډيو ته وويل چې دا پېښه د اګست په ۲۳مه شوې ده. پولیس زیاتوي چې د کلي خلکو ورته اطلاع ورکړه او دوی د انسپکټر ګوهر علي په مدعيت کي رپورټ درج کړ چې پکې نومول شوي ملزمان عمران او حیدر علي نیول شوي او د پېښې پلټنې پیل شوې دي.

د پولیسو د رپورټ ترمخه وژل شوې ښځه د پنځو بچو موره وه چې څو ورځې وړاندې يې له خپل خاونده طلاق اخیستی وو او په خپل کور کې د خپلو بچو په وړاندې په ډزو ووژل شوه.

د سوات د ښځو حقونو لپاره کارکوونکي ټولنه (دي اوېکيننګ) وايي چي سږ کال په سوات کي تر دې دمه د غيرت په نوم ۱۷ ښځې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG