د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وسلوال بريد کې ۲ سرتېري وژل شوي دي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وسلوال وخت ناوخته پر امنيتي سرتېرو بريدونه کوي ــ پخوانی انځور
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وسلوال وخت ناوخته پر امنيتي سرتېرو بريدونه کوي ــ پخوانی انځور

د بلوچستان په کېچ ضلع کې د ایران پولې ته څېرمه د وسلوالو په بريد کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) نن (د جون پر لومړۍ نېټه) په یو بیان کې ویلي چې وسلوالو د کېچ په سنګوان سيمه کې پر امنيتي پوسته په داسې حال کې بريد وکړ چې سرتېرې "چمتو" ناست ول.

په بيان کې راغلي چې سرتېرو د وسلوالو بريد پر "شا وتمباوه"، خو "د ډزو په تبادله" کې کې دوه سرتېري ووژل شول.

بيان زياتوي چې امنیتي ځواکونو په "سمدستي توګه" په سیمه کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړي او له ایرانيو چارواکو سره هم په اړیکه کې دي.

تر دې دمه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو په تېرو وختونو کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې د دا ډول زياترو بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخلي.

د مې پر ۲۰مه د بلوچستان په زرغون سيمه کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو ترمینځ په نښته کې درې سرتېري او يو مشکوک وسلوال وژل شوی وو. د هغه بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلې "بلوچ ليبرېشن ارمي" (بي اېل اې) منلې وه.

تر هغه وړاندې هم د اپرېل پر لومړۍ نېټه د بلوچستان په کېچ ضلع کې د ایران پولې ته څېرمه د وسلوالو په یوه برید کې څلور سرتېري وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG