د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې له داعش سره د مالی مرستې په تور ۷ کسان نیول شوي


په جرمني کې د یوې چاپې مهال پولیس ولاړ دي - پخوانی انځور.
په جرمني کې د یوې چاپې مهال پولیس ولاړ دي - پخوانی انځور.

په جرمني کې چارواکو په شام (سوریه) کې له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره د مالي مرستو په تور د یوې مشکوکې شبکې د اووه غړو د نیولو دعوه کړې ده.

څارنوالانو ویلي په نیول شویو کې څلور ښځې او درې سړي دي او هغوی د جرمني، ترکیې، المغرب (مراکش) او کوسوو وګړي دي.

د دوی په وینا، هغه کسان د جرمني په پینځو ایالتونو کې نیول شوي دي او ورباندې تور دی چې له بهرنۍ وسلوالې ډلې سره یې مرسته کوله او د برامداتو (صادراتو) د قوانینو سرغړونه یې کړې ده.

رویټرز اژانس وايي، د څارنوالانو په بیان کې راغلي چې چارواکو په باډن-وورټمبرګ، برېمېن، همبورګ، هېسې، نارډراین وېسټفالیا او راینلینډ-پیلیټېنېټ ایالتونو او په نېدرلینډز (هالینډ) کې پر یوه ودانۍ ۱۹ چاپې وهلې دي.

څارنوالان تور پورې کوي چې هغو مشکوکو کسانو په هغه شبکه کې د مالي مینځګړو رول ترسره کاوه چې پکې د داعش دوو پلویانو له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د ټېلېګرام له لارې چندې ټولولې. پر نیول شویو تور دی چې چندې یې ټولې کړي او د پېسو په لېږد کې یې مرسته کړې ده.

داعش په ۲۰۱۴ز کال کې د شام او عراق د یوشمېر برخو تر نیولو وروسته هلته خپل حکمت اعلان کړ چې پرضد یې نړیوال اېتلاف جګړه وکړه او زیاتره سیمې یې ورڅخه ازادې کړې. داعش اوس هم د عراق او شام په ځینو برخو کې نفوذ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG