د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امریکا څخه د جنګي الوتکو اخيستلو ته لېوالتیا ښوولې ده.
بایډن د ټېلېفون له لارې رجب طیب اردوغان ته د مې پر ۲۸مه په ولسمشریزو انتخاباتو کې پر بریا مبارکي وویله. بايډن ويلي چې ترکیه غواړي له واشنګټن څخه اېف ـ ۱۶ ډوله جنګي الوتکې وپېري.
ولسمشر بایډن ویلي چې هغه د ترکیې ولسمشر ته ویلي چې ترکیه دې په ناټو کې د سویډن پر شاملېدو له اعتراض کولو لاس واخلي. ترکیه وايي هغوی ځکه په ناټو کې د سویډن د شاملېدو مخالف دي چې د دوی په وینا، سویډن هغو ډلو ته پناه ورکړې چې ترکیه یې ترهګرې ګڼي. خو سويډن دا تور ردوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې پر ۲۸مه د ولسمشرۍ د دويم پړاو انتخابات وګټل. په دې توګه هغه د پينځو نورو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر شو. هغه له دوو لسیزو راهیسې په واک کې دی.