د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د فساد ضد پولیس ځواک پیاوړي کولو پرېکړه کړې


د خیبر پښتونخوا نګران حکومت وایي د فساد ضد پولیسو نوي وسایل ورکوي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا نګران حکومت وایي د فساد ضد پولیسو نوي وسایل ورکوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا نگران حکومت د فساد او ورانکارۍ مخنیوي ځواک د پیاوړي کولو فیصله کړې او ورته یې د نویو وسایلو ورکولو لپاره مېلیونونه روپۍ ځانګړې کړې دي.

حکومت د مې پر ۲۴مه د نګران اعلا وزیر اعظم خان په مشرۍ د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو د کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) تر غونډې یوه ورځ وروسته په بیان کې ویلي دي چې چارواکو د مې د نهمې د پېښو غندنه وکړه.

د اعلاوزیر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې په غونډه کې په راتلونکې کې د هغه ډول پېښو مخنیوي او د صوبې د امنیت پر موضوعاتو خبرې او پرېکړې وشوې.

نګران حکومت دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې ګڼو پارېدلو کسانو د مې پر نهمه د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې وکړې او یوشمېر دولتي او پوځي ځایونه یې په نښه کړل.

مظاهرچیانو په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ او ورسره نېږدې د پاکستان د اټومي بمونو د ازموینو یو یادګار ته اور واچاوه.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف پر غړو او پلویانو د تاوتریخوالي او پر ودانیو د حملو تور پورې کوي خو د هغه ګوند مشر عمران خان هغه تور ردوي او د مې نهمې او ۱۰مې د پېښو د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د لنډمهالي اعلاوزیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور کور کمانډر جنرال حسن اظهر حيات، د اطلاعاتي چارو نگران وزير ميا فېروز جمال کاکاخېل، د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر او د پوليسو مشر هم موجود ول.

په غونډه کې د فساد ضد هغو پولیس ځواک ته سمدستي د ۳۰۳ مېلیونه روپیو ورکولو امر شوی دی. په بیان کې راغلي چې هغو پولیسو ته به په دویمه مرحله کې ۶۰۱ او په درېیم پړاو کې د ۱.۲ اربه (مېلیارده) روپۍ ورکوي.

په بیان کې زیاته شوې چې لنډمهالي حکومت د پېښور د حساسو ځایونو (رېډ زون) د امنیت لپاره ځانګړې ډله ګوماري او داراز یې د صوبايي اسمبلۍ له ودانۍ سره نېږدې پر رحمان بابا څلورلاره پر مظاهرو او لاریونونو هم بندیز لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG