د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د امريکايي ګانکرس د غړو لیک د واقعیتونو سمه ښکارندويي نه کوي


په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دروازه ــ انځور له ارشيفه
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دروازه ــ انځور له ارشيفه

اسلام اباد وايي چې د امریکايي کانګرس د غړو له خوا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن ته استول شوی لیک په پاکستان کې د روانو حالاتو سمه ښکارندويي نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وويل چې د مې پر نهمه د درغليو په يوه قضيه کې د تحريک انصاف د مشر عمران خان د نيولو په غبرګون کې تر بلوو وروسته "ټول اقدامات د پاکستان له اساسي قانون او قواعدو سره سم" تر سره کېږي.

نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان حکومت د ټولو وګړو د حقونو او جایدادونو حفاظت کوي.

د مې پر ۱۶مه د امریکا د کانګرس څه باندې ۶۰ غړو د يو ليک له لارې له بلېنکن څخه غوښتنه کړې وه چې "د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې په هغه هېواد کې جمهوريت، بشري حقونو او قانون حاکميت ته پراخه ژمنتيا وښيي."

په لیک کې له بلېنکن څخه د مرستې غوښتنه شوې چې د پاکستان پر حکومت دا فشار هم راوړي چې هلته مظاهرچيان ډاډ تر لاسه کړي چې "د ځورونې، ډار او خپلسري توقيف له وېرې پرته له سوله ييزې لارې او بې له تاوتریخوالي خپلې غوښتنې په ډاګه کړي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې په خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه لیک یې لیدلی دی او پکې د مې نهمې د پېښو او د پاکستان د حالاتو په اړه له څرګندونو سره موافقه نه ده.

هغې زیاته کړه چې د مې پر ۱۶مه پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې "د مې د نهمې د پېښو په اړه واقعيتونه بیان" شوي دي.

واشنګټن لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په هغه هېواد کې یې د مظاهرو پر مهال له تاوتریخوالي د ډډې کولو غږ کړی وو.

بلوڅې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول او پولیسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG