د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د بنګلادېش د راتلونکو انتخاباتو پر ګډوډوونکو د ویزو محدودیتونه لګوي


اینتني بلېنکن وايي د قانون سرغړوونکي په نښه کوي - پخوانی انځور.
اینتني بلېنکن وايي د قانون سرغړوونکي په نښه کوي - پخوانی انځور.

امریکا خبرداری ورکړی چې هغو بنګلادېشیانو ته به د ویزې ورکړه محدودوي چې د هېواد انتخاباتي بهیر زیانمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې په بنګلادېش کې په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډوډۍ اندېښنې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د مې پر ۲۴مه وويل چې امریکا د "ازادو، منصفانه او سوله ييزو انتخاباتو" ملاتړ کوي او "په ژوره توګه په هغه وېشلې هېواد" کې به هغه حکومت پلوه او حکومت مخالفه کسان په نښه کوي چی د قوانینو سرغړونه کوي.

د بنګلادېش حکومت لا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې په بنګلادېش کې د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې عام انتخابات وشي.

په هغه هېواد کې له وړاندې حکومت مخالفه ډلې لوی احتجاجونه کوي او غوښتنه کوي چې وزیراعظمه شیخ حسینه واجد دې واک لنډمهالي حکومت ته وسپاري.

احتجاجیان پر حسينې واجد په تېرو انتخاباتو کې د بدنظمۍ تورونه پورې کوي، چې هغې رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG