د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: عورت فاونډېشن پر نجونو زده کوونکو د ډزو پلټنې لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې


د مې پر ۱۶مه په سوات کې د يو پوليس سرتېري په ډزو د سکول يو ژوبله ماشومه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د مې پر ۱۶مه په سوات کې د يو پوليس سرتېري په ډزو د سکول يو ژوبله ماشومه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې يوې غير سرکاري ادارې "عورت فاونډېشن" له حکومته غوښتي چې د سوات د سنګوټې سکول د ډزو پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د خيبر پښتونخوا لپاره د دې سازمان مشرې صايمې منير د مې پر ۲۲مه د سوات په مرکز مېنګوره کې د ښځو او ماشومانو د حقونو له يوې ځايي ټولنې سره تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل، د سنګوټې سکول پېښه د سيمې د نجونو تعليمي چارې نورې هم اغېزمنولای شي نو ځکه د ډېرې اندېښنې وړ ده.

د مې پر ۱۶مه په پهره ولاړ یو پولیس سرتېري د سکول پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې یوه ماشومه ووژل شوه او پینځه ژوبلې شوې.

د سوات د پوليسو مشر شفيع الله ګنډاپور د مې پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، يوې حکومتي کمېټې وار له مخه د سنګوټې سکول د پېښې پلټنې پيل کړې دي.

ګنډاپور زياته کړه، د سنګوټې سکول د امنيت ساتلو لپاره يې ۴۰ پوليس سرتېري ګومارلي او ډېر ژر به هغه ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

تر هغې پېښې يوه ورځ وروسته، د مې پر ۱۷مه د سوات په چارباغ کې لسګونه کسانو د سنګوټه سکول پر یوه ګاډي د پوليس سرتېري د ډزو د پېښې پرضد مظاهره وکړه.

چارواکو لومړی ویلي ول چې هغه سرتېري ذهني ناروغي لرله خو وروسته د سوات پولیسو ضلعي مشر وویل چې د ګرفتار سرتېري پرضد یې د قتل مقدمه دایره کړې او د پېښې لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG