د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د سکول پر ګاډي د ډزو پېښې پرضد مظاهره شوې ده


د مې ۱۷مې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.
د مې ۱۷مې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د سوات په چارباغ کې لسګونه کسانو د سکول پر یوه ګاډي د یو پولیس سرتېري د ډزو د پېښې پرضد مظاهره کړې ده.

د مظاهرې ګډونوالو د مې پر ۱۷مه له انتظامیې څخه د پېښې د شفافو پلټنو غوښتنه وکړه.

د سوات د شخصي سکولونو د ټولنې مشر ثواب خان تر احتجاج وروسته مشال راډیو ته وویل، انتظامیه دې د ډزو په پېښه کې ککړ پولیس سرتېري ته سزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۶مه په پهره ولاړ یو پولیس د سکول پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې یوه ماشومه ووژل شوه او پینځه ژوبلې شوې.

چارواکو لومړی ویلي ول چې هغه سرتېري ذهني ناروغي لرله خو د پولیسو ضلعي مشر پرون وویل چې د ګرفتار سرتېري پرضد یې د قتل مقدمه دایره کړې او د پېښې لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG