د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د يو پوليس والا په ډزو د سکول ۱ ماشومه وژل شوې او ۵ ژوبلې شوې دي


د مې پر ۱۶مه په سوات کې د يو پوليس والا په ډزو د سکول يو ژوبله ماشومه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د مې پر ۱۶مه په سوات کې د يو پوليس والا په ډزو د سکول يو ژوبله ماشومه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د خيبر پښتونخوا د سوات په سنګوټه سيمه کې د سکول پر ګاډي د يو پوليس والا په ډزو يوه ماشومه وژل شوې او پينځه نورې ژوبلې شوې دي.

د سوات پوليسو مشر شفيع الله ګنډا پور مشال راډيو ته ويلي چې نن (د مې پر ۱۶مه) د پوليسو پر پوسته ولاړ يو پوليس والا د سنګوټه پبلک سکول پر نجونو زده کوونکو هغه وخت ډزې وکړې چې کله هغوی تر رخصتۍ وروسته په موټر کې خپلو کورونو ته روانې وې.

د نوموړي په وينا، د ډزو په نتيجه کې د سکول يوه ماشومه وژل شوې او پينځه ژوبلې شوې دي. په ژوبلو زده کوونکو کې د دوو حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.

ګنډا پور زياته کړه چې بريدګر پوليس محمد عالم نومېږي او هغه يې نيولی او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه روانې دي.

سنګوټه پبلک سکول د ايرلېنډ په مالي مرسته چلېږي.

په ۲۰۱۲ز کال کې په سوات کې پر ملالې يوسفزۍ هم هغه وخت بريد شوی وو کله چې نوموړې له نورو نجونو زده کوونکو سره يو ځای له سکول څخه تر رخصتۍ وروسته په يو موټر کې کور ته پر لارې وه. د هغه بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG