د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پولو ډاکترانو سازمان وايي په افغانستان کې د حامله ښځو ژوند له خطر سره مخامخ دی


د افغانستان د هرات ولايت په يوه زېږنتون کې د نويو زېږېدلو ماشومانو او د هغوی د ميندو درملنه کېږي. د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
د افغانستان د هرات ولايت په يوه زېږنتون کې د نويو زېږېدلو ماشومانو او د هغوی د ميندو درملنه کېږي. د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

د بې پولو ډاکترانو سازمان په افغانستان کې د حامله ښځو لپاره د لازمو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان د مې پر ۲۲مه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې ډېری مېرمنې نه‌ شي کولای، تر زېږون وړاندې یا وروسته اړينو خدماتو ته لاسرسی ولري او روغتیایي سیسټم د هغو ناروغانو درملنه نه‌ شي کولای چې د امیندوارۍ پر مهال له ستونزو سره مخې شوي دي.

سازمان زياتوي، "پالیسي جوړونکي، بسپنه ورکوونکي او ځايي چارواکي باید د لومړنیو طبي خدماتو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي".

د راپورونو له مخې په افغانستان کې يه هرو دوو ساعتونو کې یوه اومیندواره (حامله) ښځه اړينو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په خاطر د زېږون پر وخت ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه پکې ډېره لوړه ده.

په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې په یو لک ښځو کې د زېږون پر مهال ۶۳۸ تنو یې ساه ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG