د ایران عدليې د یوې داسې ډلې د مبینه مشر اعدامولو اعلان کړی چې په وينا يې ایرانۍ نجونه او ښځې یې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقولې.
عدلیې ویلي، هغه تن چې د شهروز سخنوري په نوم پېژندل شوی، د مې پر۲۰مه د "فحاشۍ په هدف د انساني قاچاق" په تور په دار وځړاوه.
نوموړی په ۲۰۲۰ز کال کې په ملاېشیا (مالېزیا) کې نیول شوی وو او د هغه هېواد چارواکو ایران ته سپارلی وو.
ایرانۍ عدلیې سخنوري ته د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې د مرګ سزا اورولې وه.
په ۲۰۱۷ز کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې د انساني قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان روانه اوونۍ په یو راپور کې وویل چې په ۲۰۲۱ز کال کې په ایران کې د ثبت شويو اعدامونو شمېر ۳۱۴ وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې ۵۷۶ ته لوړ شوی دی. دا په نړۍ کې تر چین وروسته د اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر دی.