د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د تجارت او لوړو زدکړو چارواکي په ۳ ورځني سفر روسيې ته تللي دي 


په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو څو ځلې مسکو ته سفرونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو څو ځلې مسکو ته سفرونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د تجارت او لوړو زدکړو چارواکي يې په درې ورځني سفر روسيې ته تللي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ احمد تکل د مې پر ۱۷مه رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويلي چې په دې پلاوي کې د سوداګرۍ وزیر نورالدين عزیزي، د لوړو زدکړو مرستيال وزیر لطف الله خيرخواه او ځينې نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.

د هغه په خبره دوی به د روسیې په تاتارستان کې د روسيې او اسلامي نړۍ په نامه يو کنفرانس کې ګډون کوي.

تکل زیاتوي چې دا پلاوی به له روسي چارواکو سره د سوداګرۍ پر زیاتولو او د افغان زده کوونکو لپاره پر سکالرشيپونو (وظيفو) هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز ته دوام ورکړی دی. دوی په دې اړه د نړيوالو فشارونه ردوي او وايي چې دا د افغانستان داخلي مسله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG