د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار سازمان: نړۍ دې پر ایران د اعدام سزا ختمولو لپاره فشار واچوي


ملګرو ملتونو هم په ایران کې د اعدامونو شمېر وېروونکی بللی دی ـ پخوانی انځور
ملګرو ملتونو هم په ایران کې د اعدامونو شمېر وېروونکی بللی دی ـ پخوانی انځور

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) په ایران کې اعدامونه د انساني حقونو سرغړونه بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي دي چې د تهران هغه اقدامات وغندي.

سازمان د مې پر ۱۲مه په یوه بیان کې په ورستیو کې په ایران کې پر زیاتو شویو اعدامونو اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې د اپرېل له وروستیو راهیسې په هغه هېواد کې لږترلږه ۶۰ تنه په دار ځړول شوي دي.

په بیان کې د سازمان د څېړونکې تارا سپهري فر له خولې راغلي چې نړیواله ټولنه دې "په ښکاره وېره خپروونکی رجحان وغندي" او پر تهران دې فشار راوړي چې د اعدام سزاګانې ودروي.

سپهري فر زیاته کړې چې ایران خپل هغه وګړي اعداموي چې په هغه هېواد کې د اساسي حقونو او بدلونونو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د مې پر اتمه د الحاد او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پر تور دوه کسان اعدام کړل. تر دې دوه ورځې وړاندې یې د حبیب اسیود په نوم یو ایرانی توکمه سویډنی وګړی په دار ځړولی وو.

ملګرو ملتونو هم په ایران کې د اعدامونو شمېر وېروونکی بللی او د مې پر نهمه یې پر تهران غږ کړی وو چې د مرګ سزاګانې ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG