د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې په مذهبي سپکاوي تورن دوه کسان اعدام شوي دي


د ایران د عدالتي خبرونو پر ووبپاڼې، میزان د مې پر اتمه خبر ورکړل شو چې یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي زارع اعدام کړل شوي دي ــ انځور له ارشيفه
د ایران د عدالتي خبرونو پر ووبپاڼې، میزان د مې پر اتمه خبر ورکړل شو چې یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي زارع اعدام کړل شوي دي ــ انځور له ارشيفه

په ایران کې هغه دوه کسان اعدام کړل شوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې په "الحاد" او "اسلامي مقدساتو" ته په "سپکاوي" خپرولو تورن کړل شوي ول.

د ایران د عدالتي خبرونو پر ووبپاڼې، میزان د مې پر اتمه خبر ورکړل شو چې یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي زارع اعدام کړل شوي دي، خو په هغه خبر کې دا نه دي ویل شوي چې هغوی ته دا سزا کله ورکړل شوې وه.

د راپورونو له مخې د مهرداد او زارع پر ضد دا مقدمې په ۲۰۱۹ز کال کې په اراک انقلابي عدالت کې درج شوي وې.

مهرداد د دریو ماشومانو پلار دی او پر انټرنېټ یا انلاین ډول د مذهب په سپکاوي او هم دا راز د قران مجيد په سوځولو تورن وو.

بل خوا راپورونه وايي چې زارع اسلام او اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوی وو.

د مهرداد او زارع يا د هغوی د خپلوانو له خوا پر هغوی د لګول شويو تورونو په غبرګون کې څه نه دي رپورټ شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG